د پاکستان په پوځ بریدونه شوي او ۷ سرتېري‌ یې وژل شوي

بلوڅ بیلتون غوښتونکو پدې تیرو څو اوونیو کې په پاکستاني ځواکونو بریدونو ته زور ورکړی.

په پاکستان کې چارواکي وایي وسله والو تیره شپه د بلوچستان په ایالت کې د پوځ په دوو پوستو بریدونه کړي، څلور سرتیري او ۱۵ برید کوونکي پکې وژل شویدي.

د پاکستان د پوځ په اعلامیې کې ویل شوي چې په بریدونو کې څلور سرتیري ټپي شوي هم دي.

په اعلامیې کې راغلي "د لومړنیو څیړنو له مخې استخباراتي ادارو د ترهګرو او هغوي د روزونکو تر منځ د اړیکو نیولو مخه نیولې چې په افغاستان او هند کې وو".

پاکستان تل په هند تور پورې کوي چې د بلوڅ بیلتون غوښتونکو سره مرسته کوي خو هندي چارواکو دا تورونه رد کړیدي.

د بلوڅانو د آزادۍ پوځ په نامه بلیتون غوښتونکې ډلې ادعا کړې چې په پوځي پوستو بریدونه دوي کړي. دې ډلې په یوې اعلامیې کې چې خپل د ټیلیګرام په چینل کې یې خپره کړې ویلي چې برید د هغوي د "ځان وژنې" قطعې کړی او د لسګونو پاکستاني پوځیانو د وژلو ادعا کړې.

په اعلامیه کې چې نن پنجشنبه فبروي درېیمه (سلواغې ۱۴) ناوخته خپره شوې راغلي چې د ناوشکي په ولسوالۍ کې په حکومتي ځواکونو برید په کامیابۍ سره بشپړ شو او د یو افسر په ګډون پکې لږ تر لږه ۱۰۰ پاکستاني پوځیان وژل شوي".

خو د پاکستان د پوځ یو جګپوړي غړي دا ادعا "درواغ" بللې.

په همدې حال کې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد په یو ثبت شوي ویډیوي پیغام کې ویلي چې د بلوچستان ایالت د ناوشکي او پنجګور په ولسوالیو کې چې دغه بریدونه پکې شوي، تصفیوي عملیات پیل شوي.

بلوڅ بیلتون غوښتونکو پدې تیرو څو اوونیو کې د پاکستان په امنیتي ځواکونو بریدونو ته زور ورکړی.

د بلوڅ بیلتون غوښتونکو یو بلې ډلې "د بلوچستان د آزادۍ جبهې" هم تیره اوونۍ د دې ایالت د کیچ په ولسوالۍ کې د پوځ په یوې پوستې په برید کې ۱۰ پاکستاني سرتیري وژلي و.

په برید کې یوازې یو وسله وال وژل شوی و او نور یې په تیښته بریالي شول.

د ناوشکي په ولسوالۍ کې یو ځایي خبریال د فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې په ولسوالۍ کې د پنجشنبې په سهار دکانونه بند و او موبایل ټیلیفونونو هم کار نه کاوه.
د پاکستان صدراعظم عمران خان په ټویټر د بریدونو په هکله لیکلي، "پاکستان د امنیتي ځواکونو تر شا ولاړ دی چې زمونږ د خوندیتوب لپاره سترې قربانۍ ورکوي".

بلوچستان د پاکستان تر ټولو ستر ولایت دی خو د دې هیواد د نورو ولایتونو په پرتله پکې لږ خلک ژوند کوي او د پاکستان تر ټولو غریب ترین ولایت هم دی.

پدې ولایت پریمانه طبیعي زیرمې دي خو د ولایت ځایي اوسیدونکي ادعا کوې چې ددې زیرمو ډیر لږه ګټه دوی ته رسیږي.