د لاس رسي وړ اتصالات

اورپکو د پاکستان په سهیل لودیځ کې لس عسکر وژلي


د پاکستان پوځ د پنجشنبې په ورځ جنوري ۲۷ (سلواغې ۷) دا تائید کړه چې د هغه هیواد په جنوب لودیځ بلوچستان ایالت د امنیتي ځواکونو پر یوه مرکز د اورپکو په برید کې حد اقل ۱۰ عسکر وژل شوي دي.

د پاکستان د پوځ پورې د اړوندو رسنیو په حواله دا برید د سه شنبې ناوخته له ایران سره پولې ته نږدې د کچ په نوم د بلوچستان ایالت په یوې لیرې پرته سیمه کې شوی دی.

په راپور کې ویل شوي چې د امنیتي ځواکونو په ځوابیه برید کې یو بریدګر وژل شوی او څو نور ټپیان شوي دي.

د پوځ په بیان کې ویل شوي چې د ترهګرو د برید د مخنیوي پرمهال لس سرتیري وژل شوي دي او له برید وروسته په سیمه کې په چانیزو عملیاتو کې امنیتي ځواکونو درې ترهګر نیولي دي.

ددغه برید مسولیت د بلوچستان آزادي غوښتونکي غورځنګ چې فعالیت یې په هغه هیواد کې منع دی، پر غاړه اخیستی او ویل کیږي دا په وروستیو میاشتو کې پر پاکستاني پوځیانو تر ټولو خونړۍ برید ګڼل کیږي.

د بلوچستان د آزادې غوښتونکي غورځنګ په ګډون څو بیلتون غوښتونکې بلوځې وسله والې ډلې د طبیعي ګازو په دغه بډای ایالت کې په متواتر شکل پر حکومتي ځواکونو د بریدونو مسولیت پر غاړه اخیستي دی.

د پاکستاني طالبانو تحریک هم چې فعالیت یې په هغه هیواد کې منع دی، په یاد ایالت کې حضور لري.

د اسلامي دولت دله یا داعش هم په وروستیو کلونو کې په پاکستان کې پر نظامیانو او غیر نظامیانو باندې د بریدونو مسولیت پر غاړه اخیستی دی.

د پاکستان بلوچستان ایالت د ۲۰۲۱ کال له څخه بیا د همدې کال د ډسمبر تر ۳۰ نیټې پورې د ۲۶۲ بریدونو او چاودنو شاهد پاتې شوی چې له امله یې ۱۴۴ کسان وژل شوي ‌او ۵۰۰ نور ټپیان شوي دي.

بلوچستان ایالت چې د ګازو او منرالونو بډای معادن لري د شاوخوا دوو لسیزو راپدیخوا د تاوتریخوالو شاهد دی.

په یاد ایالت کې پلوڅ بیلتون غوښتونکي د کلونو راهیسې د خپلې آزادۍ لپاره مبارزه کوي.

هغوی د پاکستان حکومت په تعصب تورنوي او وایي د یاد ایالت له منابعو څخه استفاده کیږي خو د بنسټونو د جوړیدو لپاره یې کوم کار ندی شوی.

XS
SM
MD
LG