روبیو: له ایران سره خبرو ته چمتو یو

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وايي چې په ملګرو ملتونو کې د ایران سره خبرو ته چمتو دي، خو داسې کوم څه لا پلان شوي نه دي.

ښاغلي روبیو د ان بي سي خبري شبکې سره په مرکې وویل چې چمتو دی چې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډو کې له ایراني مقاماتو سره وګوري خو ویې ویل چې لا کومه غونډه ترتیب شوې نه ده.

هغه وویل: «موږ ورته چمتو یو. فکر نه کوم د اوس لپاره دې کوم څه ترتیب شوی وي، خو موږ دقیقآ داسې یو څه چمتو یو.»

ښاغلي روبیو وویل نهایي هدف دا دی چې «ایران هېڅکله اتومي وسلې نه شي» لرلای.

ښاغلي روبیو داسې مهال دا څرګندونې کوي چې ولسمشر ټرمپ په نیویارک کې د خلیج د همکارۍ د شورا له مشرانو سره په خبرو کې وویل چې د سولې په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي سټیف ویتکاف او سلاکار جرد کوشنر له ایراني مرکچیانو سره ډېر رغوونکی ملاقات درلود.

ښاغلي ټرمپ هيله وښوده چې د ایران د رژیم مشران «داسې کار وکړي چې د خلکو په ګټه» یې وي.

سټیف ویتکاف په خپل ایکس کې لیکلي دي چې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډې کې، د منځګړو په واسطه، له ایراني پلاوي سره یې اوږدې خبرې کړې او د دغو مذاکراتو لومړی پړاو په بریالي ډول پای ته رسېدلی دی. هغه ویلي دي چې منځګړي به خپل کار روان ساتي.

ولسمشر ټرمپ ویلي دي چې دواړو خواوې به ژر بیا سره خبرې وکړې او دا د ایران په ګټه ده، چې یو توافق وکړي.

په همدې حال کې د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي له امریکايي پلاوي سره د ایراني پلاوي د غیر مستقیمو خبرو تائید کړی دی او ویلي دي، چې ایران تېره اونۍ خپل شرایط او دریځ څرګند کړي وو.

بقايي رسنیو ته ویلي دي: «خبرې د قطري منځګړو په واسطه شوي. ایراني پلاوي د منځګړو په واسطه امریکايي لوري ته خپل نظرونه او شرایط څرګند کړي دي. دا کومه نوې خبره نه ده.»

ولسمشر ټرمپ تېره ورځ په ملګرو ملتونو کې په خپلې وینا کې وویل چې ایران باید د توافق او دوامدارې مقابلې ترمنځ یو غوره کړي.