د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر ټرمپ: د امریکا استازو له ایراني منځګړو سره رغوونکي مذاکرات کړي

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې د سولې په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي سټیف ویتکاف او سلاکار جرد کوشنر د سه شنبې په ورځ «سپتمبر۲۲» د ایران د منځګړو سره ډېر «رغوونکی ملاقات» درلوده.

ولسمشر ټرمپ په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډې کې د خلیج د همکارۍ د شورا له مشرانو سره په خبرو کې وویل چې د توافق لپاره بېړه کېږي.

نوموړي له ایران سره موافقې ته درسېدو په اړه وویل: «وګورو چې څه کېږي. هغوی له څه وخت راهېسې منځکړتوب کوي. خو فکر کوم یو توافق ته د رسېدو لپاره ډېر خوځښت پیل شوی دی. دا له هر چا څخه اوروو.»

هغه وویل چې ایران ته لوی زیانونه اړولي دي او ویې ویل چې د ایران په بد اقتصادي وضعیت کې دی او هیله یې وښوده چې د دغه هېواد حکومتي مشران «داسې کار وکړي چې د خلکو په ګټه» یې وي. هغه وویل چې ایراني مقامات په همدې لوري روان دي او ویې ویل: « بل انتخاب د هېچا لپاره هم د منلو نه دی.»

په همدې حال کې استازی سټیف ویتکاف وايي چې په نیویارک کې یې له ایراني پلاوي سره غیر مستقیم خبرې کړې دي.

ویتکاف د سه شنبې په ماښام (سپتمبر۲۲) په خپل ایکس حساب کې لیکلي دي چې «نن مو د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په څنډو کې د منځګړو په واسطه له ایراني پلاوي سره اوږدې» خبرې کړې دي. هغه همدغه راز لیکلي دي چې منځګړو د دواړو خواو ترمنځ تګ راتګ کړی او پیغامونه یې انتقال کړي دي.

ویتکاف لیکلي دي چې منځګړو «د مذاکراتو یو پړاو په بریالیتوب سره بشپړ کړ، چې هیله لرو ګټور او هیله بخښونکي ثابت شي.»

د ولسمشر ټرمپ ځانګړي استازي ویلي دي چې«منځګړي به خپل کار روان» ساتي. هغه د دغو خبرو په اړه نور جزیات نه دي ورکړي.

د ملګرو ملتونو عمومي کلنۍ غونډه په نیویارک وه، چې ولسمشر ټرمپ هم په کې وینا وکړه اوپه ایران باندې یې خبرې وکړې.

هغه په خپلو خبرو کې وویل چې ایران د نړۍ امنیت له خطر سره مخامخ کړی او په نړۍ کې د ترهګرو لومړی ملاتړی دولت دی. ولسمشر ټرمپ په خپلوخبرو کې چې ایران باید د هوکړې او دوامدارې مقابلې ترمنځ یوه لاره غوره کړي.

هغه ټېنګار وکړ چې ایران ته به اجازه ورنه کړي اتومي وسلې ترلاسه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې هم د امریکايي پلاوي اوایراني پلاوي‌ترمنځ غیر مستقیم خبرې شوې وې خو کومه نتیجه یې نه وه ورکړې.

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG