هلمند کې پر یو امنیتي مرکز ځانمرګی برید؛ نهه تنه وژل شوي

په وژل شویو کسانو کې پنځه نظامیان او څلور ملکي کسان شامل دي

د هلمند سیمه‌ییز چارواکي وايي چې پېښه تېره شپه لس بجې د کندهار – لښکرګاه تر منځ د لويې لارې پر سر د ملي امنیت عمومي ریاست اړوند د پارتیزاني ګروپ پر یوه مرکز رامنځ ته شوې ده.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک امریکاغږ ته وويل په پېښه کې نهه تنه وژل شوي چې پنځه تنه یې نظامیان دي.

هغه زیاته کړه: "دغه راز څلور ملکي کسان دوه ښځې او دوه نارینه چې له سیمي څخه د تیریدو په حال کې وو هم په پېښه کې وژل شوي".

د ښاغلي ځواک په وینا په پېښه کې درې پوځیان او یو ماشوم ټپي شوي هم دي.

پارتیزاني ګروپونه د ملي امنیت اړوند د پاڅونوالو په څېر سرتیري دي چي د هلمند په ګڼو برخو کې فعالیت لري.

عیني شاهدان وايې چې د موټر بم چاودنې څخه وروسته د کندهار – هلمند پر لویه لار د یادو سرتیرو مرکز هم ویجاړ شوی.

د یو بل خبر له مخې د کندهار د شاه ولیکوټ ولسوالۍ امنیه قوماندان سمونوال پاچا خان د سرک غاړې د ماین په چاودنه کې ټپي شوی دی.

د کندهار د پوليسو ویاند جمال بارکزي وویل د شاه ولیکوټ امنیه قوماندان تیره ورځ ناوخته د پوځي عملیاتو پر مهال د سړک د غاړي په ماین چاودنه کې له خپلو ۳ ساتونکو سره ټپي شوی او روغتیايي حالت يې د ډاډ وړ دی.

وسله والو طالبانو د هلمند او کندهار د پېښو په اړه کومه تبصره نده کړې.