د لاس رسي وړ اتصالات

افغان حکومت د اوربند ټینګیدو په اړه د اروپايي پارلمان د غوښتنې هرکلی کړی


افغان حکومت په افغانستان کې په بیړني ډول د تل پاتې اوربند د ټینګیدو د اړتیا په اړه د اروپايي پارلمان د غوښتنې هرکلی کړی دی.

د جمهوري ریاست ویاند صدیق صدیقي د خپل ټویټر په پاڼه لیکلي، چې د افغانستان اسلامي جمهوریت په کلکه په خپل هیواد کې په بیړني ډول د اوربند د ټینګیدو او د تاوتریخوالي د غندنې په اړه د اروپايي پارلمان د غوښتنې هرکلی کوي.

افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي رونالډ کوبیا هم د خپل ټویټر په پاڼه لیکلي، چې اروپايي پارلمان په نړۍ کې تر ټولو یو ستر او مخامخ په دیموکراتیک ډول غوره شوي پارلمان دی، چې د سولې د هر اړخیزو خبرو او په بیړني ډول د تل پاتې اوربند د غوښتنې ترڅنګ یې په دغه هیواد کې روان تاوتریخوالی هم غندلی دی.

اروپايي پارلمان د چهارشنبې په ورځ سپټمبر ۳۰ ( تلې ۹) په یوه ګډه اعلامیه کې په دوحه کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت او د طالبانو د مرکچي پلاو ترمنځ د سولې د مخامخ خبرو د پیل هرکلی کړی او ویلي دي، چې د سولې یو هراړخیز بهیر افغانستان کې د څلورو لسیزو وژنو او ویجاړیو ته د پای د ټکي د ایښودلو، ثبات، امنیت او د سولې راوستلو لپاره یو مخکنی شرط دی.

اروپايي پارلمان بین الافغاني خبرې په دې برخه کې خورا مهمې بللي دي.

په دې اعلامیه کې ویل شوي: "اروپايي پارلمان به د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د هراړخیزو خبرو په اړتیا ټینګار وکړي. ټولې سیاسي ډلې د ښځو، ځوانانو او اقلیتونو په ګډون د مدني ټولنې استازي باید د خبرو په ټول بهیر کې برخه ولري. دا ډیره ضروري ده، چې بشري حقونو په ځانګړي ډول ښځو او ماشومانو حقونو د ساتنې ترڅنګ په افغانستان کې هرڅوک د خبرو په بهیر او بل حکومت کې خپل استازیتوب احساس وکړي".

په ګډه اعلامیه کې په اوسنیو حساسو حالاتو کې د افغانستان دننه ثبات خورا مهم ګڼل شوی دی.

دا اعلامیه وايي: "د همدې له امله په وروستیو اونیو کې د تاوریخوالي د کچې لوړیدل غندو او په افغانستان کې د ټولو ښکیلو اړخونو څخه غواړو، چې په بیړني ډول تل پاتې اوربند ټینګ کړي. اړتیا ده، چې د وروستیو تروریستي بریدونو او د دوامداره تاوتریخوالي عاملین ځواب ویوونکي اوسي".

اروپايي پارلمان غړو په دې اعلامیه کې تاوتریخوالي د پیښو قربانیانو کورنیو او ټپیانو سره هم خواخوږي ښودلې او افغانانو سره یې د اروپايي ټولنې د ملاتړ د دوام ژمنه کړې ده.

همداشان اروپايي پارلمان د افغانانو ترمنځ د روانو خبرو لپاره د اسانتیاو د برابرولو د دیموکراسۍ د ارزښتونو، بشري حقونو ، قانون حاکمیت او د افغانانو د تیرو دوو لسیزو لاس ته راړونو د خوندیتوب په هدف چمتوالی ښودلی دی.

اروپايي پارلمان په افغانستان کې د اوربند د ټینګیدو او د تاوتریخوالي د کمیدو دا غوښتنه په داسې حال کې کړې، چې د قطر په پایخت دوحه کې نږدې درې اونۍ وړانډې د افغانستان د اسلامي جمهوریت او د طالبانو د استازو ترمنځ خبرې پیل شوي، خو تراوسه لا دواړه غاړې د سولې د خبرو لپاره د کړنلارې په ترتیبولو او دغو خبرو ته د اجندا په برابرولو نه دي بریالي شوي.

د دغو خبرو د اوږدیدو وروسته افغانستان د پخلاینې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد تیره شپه دوحه ته رسیدلی دی.

د طالبانو د مشر د سیاسي چارو مرستیال او د دوحه د دفتر رئیس ملاعبدالغني برادر د خبرو د اوږدیدو ملامتي د افغانستان د اسلامي جمهوریت پر مرکچي پلاوي اچولې او د خپل ټویټر په پاڼه په خپور شوي لنډ بیان کې یې ادعا کړې، چې طالبان غواړي یوې موافقې ته ورسیږي، خو مقابل لوری خنډونه راولاړوي.

د افغانستان اسلامي جمهوریت مرکچي پلاوي لا د ملابرادر څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.

XS
SM
MD
LG