د لاس رسي وړ اتصالات

میلر: طالبانو حملې زیاتې کړي، تاوتریخوالی باید کم شي


میلر: ټوله نړۍ دې حالت ته متوجه ده او باید تاوتریخوالي راکم کړل شي
میلر: ټوله نړۍ دې حالت ته متوجه ده او باید تاوتریخوالي راکم کړل شي

په افغانستان کې د قاطع ملاتړ ماموریت عمومي قوماندان جنرال سکاټ میلر ویلي په داسې حال کې چې طالبانو بریدونو ته زور ورکړی، خو افغان ځواکونو یې «ښه دفاع» کړې ده.

نوموړي پرون چهارشنبه سپټمبر ۲۳ (تلې دوهمه) کندهار ولایت ته د سفر پر مهال ویلي چې وسله وال طالبان باید تاوتریخوالی کم کړي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت سرپرست مسعود اندرابي، لوی درستیز یاسین ضیاء او د قاطع ملاتړ عمومي قوماندان د کندهار د امنیتي وضعیت ارزولو لپاره کندهار ولایت ته تللي وو.

د کندهار ولایت مقام په اعلامیه کې د سکاټ میلر له قوله راغلي: "که څه هم امنیتي ځواکونو په ډیره ښه توګه دفاع کړې، ولي وسله والو طالبانو خپلو حملو ته زور ورکړي... ټوله نړۍ دې حالت ته متوجه ده او باید تاوتریخوالي راکم کړل شي."

د بیان له مخې د افغانستان لوی درستیز سترجنرال محمد یاسین ضیاء هم ویلي چې وسله والو طالبانو د سړک غاړې ماین چاودنو په شمول وسله والو بریدونو ته زور ورکړی دی.

نوموي زیاته کړې: "طالبان د روانو مذاکراتو څخه ناوړه استفاده کوي او د سړک غاړي او پرسونل ضد ماینونو په شمول یې خپلو حملو ته شدت ورکړي."

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت سرپرست لوی پاسوال مسعود اندرابي هم ویلي په داسې حال کې چې افغان ځواکونه په دفاعي حالت کې دي، خو وسله والو طالبانو بریدونو ته زور ورکړی دی.

ښاغلي اندرابي ویلي: "زموږ قوتونه په دفاعي حالت کي قرار لري ولي طالبانو د تل په څیر خپلو ترهګریزو حملو ته دوام ورکړي او ډیرې کړي یې دي، خو د هیواد سرښنده سرتیرو ورته په هر میدان کي غاښ ماتوونکي جواب ویلي او دښمن یې هدف ته تر رسیدو مخکي له منځه وړي."

د قاطع ملاتړ قوماندان او افغان امنیتي مسؤلین پر داسې مهال د طالبانو لخوا د بریدنو زیاتېدو خبر ورکوي چې په دوحه کې شااوخوا ۱۲ ورځې مخکې بین الافغاني مذاکرات پيل شول.

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم په دې وروستیو کې ویلي چې د سولې خبرو له پیلېدو سره تاوتریخوالی زیات شوی چې د اندېښنې وړ دی.

بلخوا ولسمشر محمد اشرف غني هم تیره شپه د ملګرو ملتونو سازمان د عمومي مجمع ۷۵یمې ناستې ته انلاین وینا کې ویلي چې د افغانستان د خلکو لومړیتوب د تاوتریخوالي کمېدل او اوربند دی.

XS
SM
MD
LG