افغانستان کې په کرونا ویروس اخته کسانو شمېر۴۶۸۷ تنو ته ورسېد

کرونا ویروس تر دامهاله ۱۲۲ تنه مړه شوي دي.

د افغانستان روغتیا وزارت وايي، په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په دغه هیواد کې ۲۸۵ تنه نور په کرونا ویروس اخته شوي دي.

د روغتیا وزارت معین ډاکټر وحید مجروح نن دوشنبه۱۱(غويي۲۲) په کابل کې خبریالانو ته وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس۷۰۹مشکوکو سمپلونو معاینات شوي چې ۲۸۵ یې مثبت ثابت شوي دي.

ښاغلي مجروح زیاته کړه چې په دې سره په افغانستان کې د کرونا مثبتو پېښو شمېر ۴۶۸۷ ته لوړ شو چې تر ټولو زیات یې په کابل، هرات او کندهار ولایتونو کې دي.

د روغتیا وزارت د معین د معلوماتو په اساس په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په کندهار او ننګرهار کې د کرونا ویروس له امله ۲ تنه مړه شوي چې په دې سره د ټولو مړو شوو کسانو شمېر۱۲۲ تنو ته ورسېد.

د نوموړي د معلوماتو په اساس په تیره یوه شپه او ورځ کې ۱۶ تنه ناروغان بیرته له کرونا ویروس څخه جوړ شوي چې په دې سره د ټولو روغ شوو کسانو شمېر۵۷۴ تنو پورته شوو.

هغه وویل چې کرونا ویروس په چټکۍ سره په ټولنه کې د خپرېدو په حال کې دی چې په وینا یې خلک باید له دغه ویروس څخه د خوندیتوب په هدف وقایوي تدابیر مراعت او له بې ځایه ګرځېدو څخه ډډه وکړي.

په چارواکو کې تر داماله د روغتیا وزیر ډاکټر فیروز الدین فیروز، د کندهار والي والي حیات الله حیات او د کابل والي مرستیاله حنیفه ګیرووال په کرونا ویروس اخته شوي دي.

د کابل والي مرستیاله حنیفه ګیرووال بیرته روغه شوې او د روغتیا وزیر او کندهار والي دا مهال د قرنطین په حال کې دي. روغتیا وزارت د ډاکټر فیروزالدین فیروز روغتیا د ډاډ وړ بللې ده.

د کرونا ویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ په ډیسمبر کې د چین د هوبي‌ ایالت د ووهان په ښار کې خپور شو چې اوس د نړۍ ۱۸۷ هېوادونو ته رسېدلی دی.

په امریکا کې د جانس هاپکینز پوهنتون د معلوماتو په اساس د کرونا ویروس د دوشنبې ورځې تر غرمې د مې ۱۱ (غويي۲۲) پورې په ټوله نړۍ کې ۲۸۲زره او ۷۲۷ تنه مړه کړي او څه باندې څلور میلیونه ورباندې اخته شوي دي