افغانستان کې د کرونا ویروس ۲۰ نورې مثبتې پېښې ثبت شوي

افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۳۸۳۲۴ته ورسېد.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې د کرونا ویروس ۲۰ نورې مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

روغتیا وزارت نن شنبه سپټمبر۵(وږې۱۵) ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د ۲۳۱ مشکوکو سمپلونو معاینات شوي چې ۲۰ یې مثبت ثابت شوي دي.

له یادو پېښو څخه ۷ په هرات، ۵ کندهار، کندز،۱ غور، ۱ لغمان، ۱ کونړ او ۲ په فراه ولایت کې ثبت شوي دي.

د افغانستان د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس په دې سره په دغه هیواد کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۳۸۳۲۴ته ورسېد.

په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په افغانستان کې د کرونا ویروس له امله د مړینې راپور نه دی ورکړل شوی. د تېرې اونۍ د معلوماتو په اساس د کرونا له امله د مړینې شمېر ۱۴۰۹ تنه دی.

همدارنګه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په کابل او کندهار کې له کرونا ویروس څخه ۳۶۹ تنه جوړ شوي چې په دې سره د ټولو بیرته روغ شوو کسانو شمېر ۳۰۰۷۷ته پورته شوو.

کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین هیواد د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا شوو.

د امریکا د جانس هپګینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په نړۍ کې څه باندې ۲۶ میلیونه کسان په کرونا اخته شوي او څه باندې ۸۷۴زره نور ورڅخه مړه شوي دي.