د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې ۳۱ تنه نور کرونا نیولي او ۴ مړه شوي


د کرونا ویروس ټولې مثبتې پېښې ۳۸۲۰۰ ته پورته شوې.
د کرونا ویروس ټولې مثبتې پېښې ۳۸۲۰۰ ته پورته شوې.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې د کرونا ویروس ۳۱ مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت نن سې شنبه سپټمبر ۱ (وږې ۱۱) ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کروناویروس د ۱۶۲ مشکوکو سمپلونو معاینات شوي چې ۳۱ یې مثبتې ثابتې شوي دي.

د یاد وزارت د معلوماتو په اساس له یادو پېښو څخه ۴ په کابل، ۲ پکتیا، ۳ بلخ، ۲ تخار،۴ بغلان، ۱ کندز، ۱۰ دایکندي او ۵ په غزني ولایت کې ثبت شوي دي.

د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې په دې سره په هیواد کې د کرونا ویروس ټولې مثبتې پېښې ۳۸۲۰۰ ته پورته شوې.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس په تېره یوه شپه او ورځ کې یوازې په هرات ولایت کې له کرونا ویروس څخه ۴ تنه مړه شوي چې په دې سره د ټولو مړو شوو کسانو شمېر ۱۴۰۶ تنو ته پورته شوو.

یاد وزارت همدارنګه زیاتوي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې یوازي په هرات او پکتیا ولایتونو کې له کرونا ویروس څخه ۱۴۲ تنه بیرته روغ شوي چې په دې سره د ټولو روغ شوو کسانو شمېر ۲۹۲۵۴ تنو ته پورته شوو.

کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا او وروسته نورې نړۍ ته هم خپور شو.

د امریکا د جانس هپګینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په په نړۍ کې څه باندې ۲۵ میلیونه په کرونا ویروس اخته شوي او څه باندې ۸۵۰زره نور ورڅخه مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG