د لاس رسي وړ اتصالات

تیرو ۲۴ ساعتونه؛ افغانستان کې د کرونا ۳ مثبتې پېښې ثبت شوي


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې د کرونا ویروس درې مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

دا په تېرو شااوخوا څلورو میاشتو کې د کرونا ویروس تر ټولو کمې پېښې دي چې روغتیا وزارت یې د ثبتېدو خبر ورکوي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت نن شنبه اګست۲۹مه(وږې۸مه) ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د ۵۸ مشکوکو سمپلونو معاینات شوي چې ۳ یې مثبتې ثابتې شوي دي.

د یاد وزارت د معلوماتو په اساس دغه درې واړې پېښې په ننګرهار ولایت کې ثبت شوي دي.

د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې په دې سره په هیواد کې د کرونا ویروس ټولې مثبتې پېښې ۳۸۱۴۰ته پورته شوې.

په تېرو څلورویست ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله د مړینې راپور نه دی ورکړل شوی او د تېرې ورځې د ارقامو له مخې تر دا مهاله په هیواد کې د کرونا له امله د مړینې شمېر۱۴۰۴ تنه دی.

یاد وزارت همدارنګه زیاتوي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په کابل، پروان او دایکندي ولایتونو کې له کرونا ویروس څخه ۳۴ تنه بیرته روغ شوي چې په دې سره د ټولو روغ شوو کسانو شمېر ۲۹۰۵۹ تنو ته پورته شوو.

کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا او وروسته نورې نړۍ ته هم خپور شو.

د امریکا د جانس هپګینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په په نړۍ کې څه باندې ۲۴ میلیونه په کرونا ویروس اخته شوي او څه باندې ۸۳۷زره نور ورڅخه مړه شوي دی.

XS
SM
MD
LG