افغانستان کې تازه ۲۵۲ تنه کرونا نیولي،۱۱ نور مړه شوي

په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۴۶۲۱۵ ته پورته شوی

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په یو شمېر ولایتونو کې د کرونا ویروس د ۲۵۲ مثبتو پېښو د ثبتېدو او ۱۱ کسانو د مړه کېدو خبر ورکړی دی.

روغتیا وزارت نن یکشنبه نومبر ۲۹ (لېندۍ نهمه) ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د۱۳۷۸ مشکوکو سمپلونو معاینات شوي چې په وینا یې ۲۵۲ یې مثبت او پاتې منفي و.

د یاد وزارت د معلوماتو په اساس په دې سره په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۴۶۲۱۵ ته پورته شو.

د تیرو ۲۴ ساعتونو تر ټولو زیاتې پېښې چې ۱۵۳ کیږي یوازې په تخار ولایت کې ثبت شوي دي.

همدرانګه په تیره شپه او ورځ کې د هیواد په دوو ولایتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۱ تنه مړه شوي چې په دې سره د کرونا له امله د مړو شوو کسانو شمېر ۱۷۶۳تنو ته ورسېد.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت زیاتوي چې د دې ترڅنګ۸۷تنه بیرته له کرونا څخه جوړ شوي چې په دې سره د ټولو بیرته روغ شوو کسانو شمېر هم ۳۶۷۳۱ ته لوړ شو.

کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا او وروسته ټولې نړۍ ته خپور شو.

د امریکا د جانس هاپګینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په ټوله نړۍ کې شااوخوا ۶۱ میلیونه کسان په کرونا ویروس اخته شوي او څه باندې یومیلیون نور ورڅخه مړه شوي دي.