د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې ۱۲۳ تنه نور په کرونا ویروس اخته شوي


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په شمېر ولایتونو کې د کرونا ویروس د ۱۲۳ مثبتو پېښو ثبتېدو او درې کسانو د مړه کېدو خبر وکری دی.

روغتیا وزارت نن جمعه نومبر ۲۷ (لېندۍ اوومه) ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د ۹۲۳ مشکوکو سمپلونو معاینات شوي چې په وینا یې ۱۲۳ یې مثبت او پاتې منفي و.

د یاد وزارت د معلوماتو په اساس په دې سره په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۴۵۸۴۲ ته پورته شو.

د تیرو ۲۴ ساعتونو تر ټولو زیاتې پېښې چې ۳۰ کیږي یوازې په مرکز کابل کې ثبت شوي دي.

همدرانګه په تیره شپه او ورځ کې د هیواد په دوو ولایتونو کې د کرونا ویروس له امله درې تنه مړه شوي چې په دې سره د کرونا له امله د مړو شوو کسانو شمېر ۱۷۴۰تنو ته ورسېد.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت زیاتوي چې د دې ترڅنګ۸تنه بیرته له کرونا څخه جوړ شوي چې په دې سره د ټولو بیرته روغ شوو کسانو شمېر هم ۳۶۲۹۵ ته لوړ شو.

کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا او وروسته ټولې نړۍ ته خپور شوو.

د امریکا د جانس هپګینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په ټوله نړۍ کې شااوخوا ۵۹ میلیونه کسان په کرونا ویروس اخته شوي او څه باندې یومیلیون نور ورڅخه مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG