افغانستان کې تازه ۱۸ تنه نور په کرونا اخته شوي

په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۵۵۴۲۰ ته پورته شو

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په یو شمېر ولایتونو کې د کروناویروس د ۱۸ مثبتو پېښو د ثبتېدو او یو کس د مړه کېدو خبر ورکړی دی.

روغتیا وزارت نن چهار شنبه فبرورۍ لسمه (سلواغې ۲۲) ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د ۲۰۹۸ مشکوکو سمپلونو معاینات کړي چې په وینا یې ۱۸ یې مثبت او پاتې منفي وو.

د یاد وزارت د معلوماتو په اساس په دې سره په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۵۵۴۲۰ ته پورته شو.

همدارنګه تیره شپه او ورځ په هیواد کې د کروناویروس له امله یو تن مړ شوی چې په دې سره د کرونا له امله د ټولو مړو شوو کسانو شمېر ۲۴۱۹ تنو ته ورسېد.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت زیاتوي چې د دې ترڅنګ ۲۴ تنه بیرته له کرونا څخه جوړ شوي چې په دې سره هم د ټولو بیرته روغ شوو کسانو شمېر ۴۸۱۳۳ تنو ته لوړ شو.

کروناویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا او وروسته ټولې نړۍ ته خپور شو.

د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په ټوله نړۍ کې څه باندې ۱۰۰ میلیونه کسان په کرونا ویروس اخته شوي او څه باندې دوه میلیون نور ورڅخه مړه شوي دي.