افغانستان کې د کروناویروس په تازه پېښو ۵۴ نور ناروغان مړه شوي

عکس (ارشیف)

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد بېلا بېلو ولایتونو کې د کرونا ویروس د ۱۷۲۴ مثبتو پېښو ثبتېدو او ۵۴ ناروغانو د مړه کېدو خبر ورکړی دی.

روغتیا وزارت نن سې شنبه جون اتمه (غبرګولې ۱۸) ویلي چې په تیره شپه او ورځ کې د کرونا ویروس د ۴۹۵۹ سمپلونو معاینات کړي چې ۱۷۲۴ مثبت و.

د وزارت د معلوماتو په اساس د نویو ارقامو په ثبتېدو سره په افغانستان کې د کروناویروس د ټولو ثبت شویو مثبتو پېښو شمېر ۸۴۰۵۰ ته ورسېد.

همدارنګه په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په افغانستان کې د کرونا له امله ۵۴ ناروغان مړه شوي چې په دې سره د کرونا له امله د ټولو مړو شمېر ۳۳۰۵ ته پورته شو.

د افغانستان د روغتیا وزارت ویلي چې په تېره شپه او ورځ کې له کرونا ویروس څخه ۵۷۱ تنه بېرته روغ شوي چې دې سره د ټولو بیرته روغ شویو کسانو شمېر ۵۹۵۶۹ ته لوړ شو.

کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پيدا شو.

د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په ټوله نړۍ کې څه باندې ۱۷۳میلیونه وګړي ورباندې اخته شوي چې له دې شمېرې څه باندې درې میلیونه او ۷۲۹زره مړه شوي دي.