د لاس رسي وړ اتصالات

د کرونا تازه پېښو کې افغانستان کې ۴۱ نور ناروغان مړه شوي


عکس(ارشیف)
عکس(ارشیف)

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په ۲۴ ساعتونو کې د هیواد بېلا بېلو ولایتونو کې د کرونا ویروس د ۱۲۷۳ مثبتو پېښو ثبتېدو خبر ورکړی د ی.

روغتیا وزارت نن شنبه جون پنځمه (غبرګولې ۱۵) ویلي چې په تیره شپه او ورځ کې د کرونا ویروس د ۳۳۴۶ سمپلونو معاینات کړي چې ۱۲۷۳ مثبت و.

د وزارت د معلوماتو په اساس د نویو ارقامو په ثبتېدو سره په افغانستان کې د کرونا د ټولو ثبت شویو مثبتو پېښو شمېر ۷۹۲۳۶ ته ورسېد.

همدارنګه په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په افغانستان کې د کرونا له امله ۴۱ ناروغان مړه شوي چې په دې سره د کرونا له امله د ټولو مړو شمېر ۳۱۴۵ ته پورته شو.

د افغانستان د روغتیا وزارت ویلي چې په تېره شپه او ورځ کې له کرونا ویروس څخه ۱۴۰تنه بېرته روغ شوي چې دې سره د ټولو بیرته روغ شویو کسانو شمېر ۵۸۲۶۵ ته لوړ شو.

کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پيدا شو.

د امریکا د جانس هاپګینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په ټوله نړۍ کې څه باندې ۱۷۲میلیونه وګړي ورباندې اخته شوي چې له دې شمېرې څه باندې درې میلیونه او ۷۱۲زره مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG