افغانستان کې د کرونا تازه پېښو کې ۵۹ ناروغان مړه شوي

عکس(ارشیف)

د افغانستان روغتیا وزارت په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کرونا ویروس د ۱۳۰۹ مثبتو پېښو ثبتېدو خبر ورکړی دی.

روغتیا وزارت نن جمعه جولای دوهمه (چنګاښ ۱۱) ویلي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د ۳۸۳۹ سمپلونو معاینات کړي چې ۱۳۰۹ یې مثبت و.

د افغاستان روغتیا وزارت وزارت همدارنګه ویلي چې په تیره شپه او ورځ کې په یو شمېر ولایتونو کې له کرونا ویروس څخه ۵۹ ناروغان هم مړه شوي دي.

د رسمي شمېرو له مخې په دې سره په افغانستان کې دکرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۱۲۳۴۶۳ او له دغه ویروس څخه د ټولو مړو شوو کسانو شمېر ۵۱۰۷ ته ورسېد.

په تیره شپه او ورځ کې له کرونا ویروس څخه ۷۷۶ ناروغان بیرته روغ شوي دي چې په دې سره هم د ټولو بیرته روغ شوو کسانو شمېر ۷۲۷۰۰ تنه پورته شوو.

کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا شو.

د امریکا د جانس هپګینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په نړۍ کې څه باند ې۱۸۲ میلیون او ۶۴۸زره کسان کرونا نیولي او څه باندې درې میلیون ۹۵۶زره نور کسان ورڅخه مړه شوي دي.