افغانستان کې تازه ۱۱۹۱ تنه کرونا نیولي، ۷۷ تنه نور ناروغان مړه شوي

عکس(ارشیف)

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په ۲۳ ولایتونو کې د کرونا ویروس د ۱۱۹۱ مثبتو پېښو ثبتېدو خبر ورکړی دی.

روغتیا وزارت نن جمعه جولای نهمه (چنګاښ ۱۸) ویلي چې په تیره شپه او ورځ کې په هیواد کې د کرونا ناروغۍ له امله ۷۷ تنه ناروغان هم مړه شوي چې ۲۹ تنه یې یوازې په کابل کې دي.

د رسمي معلوماتو په اساس په دې سره په افغانستان کې د کرونا د مثبتو پېښو شمېر ۱۳۲۷۷۷ او له یاد ویروس څخه د مړو شوو ناروغانو شمېر ۵۶۳۸ ته پورته شوو.

د افغانستان د روغتیا وزارت ویاند میرویس عليزي نن جمعه امریکا غږ ته وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې د زیاتېدو په حال کې دي.

په دغه هیواد کې د کرونا ویروس مثبتو پېښو له زیاتېدو سره روغتیا وزارت یو ځل بیا په ۱۶ ولایتونو کې د کرونا ویروس له امله د ښوونیزو مرکزونو او پوهنتونونو رخصتي د راتلوونکي کوچني اختر تر څلورمې ورځې تمدید کړه.

کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پيدا شوو.

د امریکا د جانس هپګینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په نړۍ کې څه باندې ۱۸۵ میلیون او ۶۶۳زره کسان په کرونا اخته شوي چې له ډلې څه باندې څلور میلیون کسان مړه شوي.