افغانستان کې له کروناویروس سره د مبارزې نوې تګلاره

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې په دغه هېواد کې له کروناویروس سره د معیاري مبارزې لپاره یې پنځه نوې تګلارې جوړې کړي دي.

د دغه وزارت سرپرست احمد جواد عثماني د پنجشنبې په ورځ د جون ۱۱ (غبرګولي ۲۲) د روغتیا د نړیوال سازمان له مسولینو سره یو ګډ کنفرانس ته وویل، چې له دې وروسته دې د افغانستان په هره سیمه کې کلینیکونه او روغتونونه د کویډ ۱۹ د ناروغانو د درملنې څانګې جوړې کړي او خپلو روغتیايي کارکوونکو ته د خوندیتوب وسایل برابر کړي.

هغه وویل چې د دویمې تګلارې په اساس خصوصي سکتور هم کولی شي چې د کروناویروس ناروغان معاینه کړي: "هر خصوصي کلینیک او روغتون کولی شي چې د کوید ۱۹ د تشخیص لپاره د لابراتوار اړوند وسایل او تجهیزات تدارک کړي او ناروغانو ته تشخیصي خدمات وړاندې کړي.

خو ښاغلي عثماني خبرداری ورکړ چې د روغتیا نړیوال سازمان تراوسه د کوید ۱۹ چټکې آزموینې نه دي تائيد کړي او خصوصي روغتونونه هم باید له دې ډول آزموینو ډډه وکړي.

د کروناویروس د کره مثبتو پېښو د معلومولو لپاره د افغانستان په ټولو روغتیايي مراکزو کې د علایمو له مخې د کروناویروس د ناروغانو تشخیص له دغه ویروس سره د مبارزې لپاره د روغتیا وزارت درېیمه تګلاره ده.

د دغه وزارت سرپرست د څلورمې تګلارې په تړاو وویل: "په نویو پروټوکولونو کې په افغانستان کې د کویډ ۱۹ له ناروغانو څخه مراقبت، د کویډ ۱۹ نویو ناروغانو ته د روغ شویو ناروغانو د وینې د پلازما تطبیقولو ته سر له ننه اجازه ورکول کېږي ترڅو د ناروغ حالت ته په کتو د وینې د پلازما د تطبیق په تړاو تصمیم ونیسي".

په پنځمه تګلاره کې له محصلینو او زده‌کوونکو څخه د رضاکاره ډلو جوړول او د روغتیايي کارکوونکو همغږي کول شامل دي ترڅو د کروناویروس خفیف او متوسط علایم لرونکي ناروغان پیدا کړي.

د روغتیا وزارت شمېرې ښيي چې په تېرو څلورویشتو ساعتونو کې په افغانستان کې ۷۸۴ تازه مثبتې پېښې ثبت شوي، ،۲۱ تنه ناروغان مړه شوي او ۳۱۳ بېرته روغ شوي دي.

د دغه وزارت د معلوماتو په اساس په افغانستان کې د کروناویروس له خپرېدو راهیسې تراوسه ۲۲زره او ۹۸۰ مثبتې پېشې په رسمي ډول ثبت شوي چې له دې شمېرې ۴۲۴ تنه مړه شوي او ۳۳۲۶ بېرته روغ شوي دي.

کروناویروس د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۹ کال کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې خپور شو او په چټکۍ سره د نړۍ ۱۸۸ هېوادونو ته ورسېد.

د امریکا د جانس هاپکنز پوهنتون د معلوماتو په اساس د پنجشنبې تر ورځېجون ۱۱ (غبرګولي ۲۲) په نړۍ کې څه باندې اوه میلیونه او ۳۶۰زره تنه په کروناویروس اخته شوي او له دې شمېرې ۴۱۶زره تنه مړه شوي دي.