نایجیریا کې بوکوحرام د یو ښوونځي ١٥٠ نجونې تښتولي

د نایجیریا حکومت تائید کړیده چې په دغې ملک کې د بوکوحرام ترهگرې ډلې د ډبچي په سیمې کې د یو ښوونځي ١٥٠ زدهکونکې تښتولې دي. د بوکوحرام ډلې تیره اونۍ په یو ښوونځي حمله کړي وه او دغه نجونې یې برمته کړیدي.

د نایجیریال حکومت تحقیقات شروع کړيدي خو په دغه ملک کې خلک لدې کبله ډیر سخت غوسه دي چې دغه ډول پیښه یو ځلې بیا ولې او څنگه شویده.

د یادونې وړ ده چې په ٢٠١۴ کال کې د نایجیریا د چیبوک په سیمې کې بوکوحرام د یو ښوونځي ٢٥٠ نجونې برمته کړې وی چې تر اوسه یې زیاتره خپلو کورونه ته بیرته ندي راغلي.

د تیرې حملې نه ۴٨ ساعته وروسته د نایجیریا ولسمشر محمد بوهاري په یو ټویټ کې ولیکل چې هغه ډبچي ته یو هیت لیږي او سیمې ته پوځ هم استوي چې دغه نجونې وژغوري. د دغه ملک د اطلاعاتو وزیر هم سیمې ته ورغلی دی او د دغو زدهکونکو د کورنیو د غړیو سره یې ملاقات کړیدی.

خو د حقونو فعالین د نایجیریا د حکومت د دغو اقداماتو ته خوشحاله ندي او غوښتنه یې کړی چې دغه جینکۍ دې ژرترژره وژغورل شي.