د یوناما مشره: د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کرښې تړل کېدو جدي ستونزې رامنځ ته کړې دي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشره رباب فاطمه چې د ننګرهار ولایت ته یې سفر کړی وايي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کرښې تړل کېدو له امله سوداګري ګډوډه شوې او خلک یې ډېر اغیزمن کړې دي.

مېرمن فاطمه وايي په سېمه کې وضعیت ډېر کړکیچن دی او جدي پاملرنې ته اړتیا ده.

رباب فاطمه وايي "سوداګري ګډه وډه شوې، کاروبارونه مخ پر ښکته روان دي، بېکاري په چټکۍ زیاتېږي او بېوزلي هم ورځ تر بلې ډېرېږي. موږ باید د دې وضعیت لپاره یوه حل‌لاره پیدا کړو. "

د یوناما مشرې ننګرهار ولایت ته په اشارې وايي دا سېمه له هر اړخه یوه بډایه سېمه ده او باید داسې لارې چارې ولټول شي چې اقتصادي او ټولنیز فعالیتونه بېرته عادي حالت ته وګرځي.

د یوناما مشره په داسې وخت کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کرښې تړل کېدو ته غبرګون ښودلی چې له نږدې یو کال راهیسې د دواړو هیوادونو ترمنځ د سیاسي ستونزو له کبله سوداګري بنده شوې ده.

تردې مخکې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونې مشر محمد یونس مومند امریکا غږ ته ویلي وو چې په اوس وخت کې افغانستان او پاکستان په خپلو کې هیڅ راز سوداګري نه لري.

په ورته وخت کې د یوناما مشره وايي چې ننګرهار ولایت ته یې د سفر پرمهال دا فرصت درلود چې تورخم ته هم لاړه شي او د راستنېدونکو وضعیت له نږدې وګوري. مېرمن رباب فاطمه وايي چې راستنېدونکي لا زیاتو مرستو ته اړتیا لري.

د یوناما مشره وايي "د راستنېدونکو لپاره یوازې د سرپناه، خوړو او بېړني خوندیتوب برابرول کافي نه دي؛ بلکې په دې برخه کې ډېر کار ته اړتیا شته. موږ باید د اوږد مهالو حل‌ لارو په اړه هم فکر وکړو. "

د افغانستان د بېړني سرحدي غبرګون د وروستيو معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر تر ۲۴مې پورې، له ۴.۲ میلیونو څخه زیات افغانان بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

دغه شمېرې هېواد ته د افغانانو د پراخې راستنېدنې بهیر څرګندوي، چې له امله یې پر بشري مرستو او د راستنېدونکو د بیا ادغام پر خدمتونو د پام وړ فشار وارد شوی دی.