د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرش د ۲۰۲۷ کال لپاره په خپلې وړاندیز شوې بودیجې کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو په مرستندوی ماموریت (یوناما) کې د ۶۰ دندو او موقفونو د کمولو غوښتنه کړې ده.
ګوتېرش د سه شنبې په ورځ (اکتوبر ۱۳مه) د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په پنځمې کمیټې کې د خبرو په وخت وویل چې دا بدلونونه د اداري لګښتونو د کمولو، د فعالیت د ښه کولو او په اغیزناک ډول د مالي سرچینو د کارولو لپاره دي.
هغه د ملګرو ملتونو مالي ستونزو ته په اشارې ټینګار وکړ چې «یوازې د فعالیت ښه کول د سازمان مالي ستونزې نه شي حل کولای».
د ګوتېرش د وړاندې شوي پلان سره سم به د ۲۰۲۷ لپاره د ملګرو ملتونو وړاندیز شوې بودیجه به ۳.۳ ملیارد ډالرو ته ورسیږي او شاوخوا ۴۱ میلیون ډالر [۱.۲ سلنه] به یې د تصویب شوې بودیجې څخه کم وي.
ګوتېرش د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د خپلواک تحقیقاتي میکانیزم د فعالیتونو د پراخولو لپاره د ۳.۲ میلیون اضافي ډالرو ډالروغوښتنه هم کړې چې په افغانستان کې د جدي نړیوالو جرمونو په اړه د شواهدو د ټولولو او ساتلو لپاره جوړ شوی.
د یوناما د کارکوونکو د کمولو نوې وړاندیز په داسې حال کې کېږي چې متحدو ایالتونو تر دې مخکې د دغه ماموریت د فعالیتونو او لګښتونو په اړه پوښتنې کړې وې.
په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیر مایک والټز د مارچ په نهمه د امنیت شورا په غونډې کې یوناما د دغه سازمان تر ټولو ګران ځانګړی سیاسي ماموریت وباله او ویې ویل سره له دې چې تر ۲۰۲۶ پورې یې په بودیجې کې ۱۵سلنه کمښت راغلی، د ماموریت لګښتونه باید دقیق وڅیړل شي.
والټز د ملګرو ملتونو د ښځینه افغان کارکوونکو په اړه د طالبانو حکومت محدودیتونو ته په اشارې سره ټینګار وکړ چې نړیواله ټولنه باید د افغانستان سره د دوامدارو مرستو او تعامل ګټې وارزوي، په ځانګړې توګه په داسې یو وضعیت کې چې د یوناما ښځینه کارکونکي اجازه نه لري په خپلو دفترونو کې وي.
د روان کال د مارچ په نهمه، د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت افغانستان د «هغو هیوادونو په لست کې شامل کړ چې د خپل سري توقیف ملاتړ» کوي او طالبان یې د ترهګریزو تګلارو په کارولو تورن کړل چې د پېسو ترلاسه کولو او سیاسي اهدافو لپاره خلک تښتوي.
یوناما له ۲۰۰۲ کال راهېسې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پریکړه لیک پر بنسټ په افغانستان کې فعالیت کوي.
د یوناما په ماموریت کې د بشري حقونو د وضعیت څارنه، د ښځو او نجونو د حقونو ساتنه، د بشري مرستو همغږي کول او په هېواد کې د سیاسي شمولیت د لارو چارو اسانه کول شامل دي.
د روان کال د جون په ۱۵مه د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ۲۰۲۷ د جون تر ۱۷مې پورې د یوناما ماموریت وغځوه. په افغانستان کې د طالبانو حکومت د دې سازمان د ښځینه کارمندانو په فعالیتونو محدودیتونه لګولي وو.
فورم \ دبحث خونه