په منځني ختیځ کې د روانې شخړې له کبله د تیلو بیې لوړې شوې

د متحدو ایالتونو او ایران ترمنځ د جګړې په زیاتېدو سره نړیوالې تجارتې لارې ټکنۍ شوې، په منځني ختيځ کې د انرژۍ تاسیسات اغیزمن شوي او نن دوشنبه (مارچ دویمه) د تیلو بیې لوړې شوې دي.

د برېنت د نړیوال معیار په اساس، د خامو تیلو قیمت ۱۳ فیصده لوړی شوی دی او بیې په هر بیلر کې ۸۲ ډالره پورته ختلی وې، خو بیا ۷۹ ډالرو ته راکښته شوې. په همدې حال کې د متحدو ایالتونو د لویدیځ تکساز د معیار په اساس، د خامو تیلو بیه اته فیصده لوړه شوې او د هر بیلر په قیمت کې یې ۷۲ ډالر زیاتوالی راغلی دی.

د جګړې په زیاتېدو سره د هرمز تنګي او باب المندب په ګډون د نړیوالو حیاتي سمندري دهلیزونو له لارو د ډېر وخت لپاره د نړیوال تجارت د ګډوډۍ اندېښنې زیاتې شوې دي.

د ډنمارک انتقالاتي شرکت (مرسک) په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې تر امرثاني پورې د هرمز له تنګي څخه تېرېدونکې ټولې بېړۍ ځنډوي.

دغه شرکت همدغه راز خبرداری ورکړی چې د عرب خلیج بندرونو ځینې خدمتونه به هم وځنډېږي.

په سیمې کې د امنیت وضعیت له خرابېدو وروسته ځینو نورو سترو شرکتونو- MSC, Hapag-Lloyd and CMA CGM – هم نوي لارښوونې خپرې کړې دي.

د هرمز تنګی د عمان او ایران ترمنځ خلیج کې موقعیت لري چې د نړۍ یوه ستراتېژیکه سیمه او مهم تنګی بلل کېږي.

د متحدو ایالتونو د انرژۍ د معلوماتو اداره وايي چې په ۲۰۲۳ کال کې په اوسط ډول هره ورځ د اوبو له لارې ۲۰.۹ میلیون بېرل تیل انتقال شوي وو، چې په نړیواله کچه د پترولیم د مایعاتو ۲۰فیصد مصرف کېږي.

د هرمز په تنګي کې د لږ وخت لپاره هم د تیلو د ټانکرونو ځنډ د انرژۍ په نړیوالو قیمتونو د لوړوالي، د انتقالاتو د لګښتونو د زیاتوالي او په انتقالاتو کې د ځنډ سبب کېدای شي.