د لاس رسي وړ اتصالات

پنټاګون: د ایران په ضد جګړه په مشخصو هدفونو متمرکزه ده

د امریکا د متحدو ایالتونو د جنګ وزیر پېټ هیګست وایي چې د ایران د رژیم پر ضد د امریکا په مشرۍ پوځي عملیات د «لیزر دقیق » تمرکز سره پر څو اساسي هدفونو؛ د ایران د بریدګرو توغنديو او د هغو د تولید د مرکزونو په له منځه وړلو، او د ایران د رژیم د سمندري ځواک او نورو امنیتي زېربناوو په ویجاړولو باندې راڅرخي.

هیګست د دوشنبې په ورځ د مارچ په دویمه په پنټاګون کې په یوې خبري غونډه کې چې د امریکا د ګډو ځواکونو لوی درستیز جنرال ډان کین یې تر څنګ ولاړ و خبرې کولې، وویل چې د دغو هدفونو پوره کول به د هغه په وینا د ایران د رژیم دودیز پوځي «ډال» لرې کړي چې د اټومي ارمانونو لپاره یې کاروي، او ډاډ به ورکړي چې «[ایران] به هیڅکله اټومي وسلې ترلاسه نکړي.»

هغه وویل: «د امریکا ۴۷م ولسمشر، یو جنګیالی چې تل ‘امریکا لومړۍ’ بولي بالاخره د ایران د ۴۷ کلنې توندلارۍ وروسته سره کرښه وکښله. هغه نړۍ ته بیا بیا یادونه کړې چې امریکایتوب یو نه ماتېدونکی ارزښت لري. که تاسې امریکایان ووژنئ، که په دې نړۍ کې هرچېرې امریکایان وګواښئ، موږ به بې له بښنې او بې له ځنډه تاسې تعقیب کړو و به مو وژنو.»

هیګست وویل چې د امریکا پوځ، چې د شنبې په ورځ یې د امریکا له متحد اسراییل سره په ګډو عملیاتو کې برید پیل کړ، د ایران رژیم «په دقت، پراخ او بې له شکه» په نښه کوي.

هغه زیاته کړه: «د هرې ورځې په تیریدو سره زموږ وړتیاوې پیاوړې کېږي او د ایران کمزورې کېږي. موږ د دې جګړې شرایط له پیل تر پای پورې ټاکلي دي. زموږ هیلې خیالي نه دي؛ بلکې واقعي دي، زموږ د ګټو او زموږ د خلکو او متحدینو د دفاع په چوکاټ کې محدودې دي.»

کله چې له هیګسټ څخه وپوښتل شول چې ایا امریکا په ایران کې پر ځمکه سرتېري لري که نه، هیګسټ ځواب ورکړ: «نه، خو موږ به په دې بحث کې داخل نه شو چې څه به کوو او څه به نه کوو.»

هغه وویل: «موږ هیله لرو چې د ایران خلک له دې بې ساري فرصت څخه ګټه واخلي. ولسمشر ټرمپ څرګنده کړې: اوس ستاسو وخت دی. د ایران امنیتي ځواکونو ته وایو، هوښیار انتخاب وکړئ، ولسمشر ټرمپ ستاسو د برخلیک په اړه هم روښانه دریځ لري، که هر لور ته ولاړ شئ. هغو رسنیو او سیاسي چپ لوري ته چې د ‘بې پای جګړې’ نارې وهي بس کړئ. دا عراق نه دی. دا بې پای نه دی. زه په دواړو کې وم. زموږ نسل ښه پوهېږي، او دا ولسمشر هم پوهېږي. هغه د تېرو شلو کلونو د ملت جوړونې جګړې ‘احمقانه’ بللې او حق یې درلود. دا برعکس دی. دا عملیات یو روښانه، ویجاړوونکی او قاطع ماموریت دی: د توغندیو ګواښ له منځه وړل، سمندري ځواک ویجاړول، او د اټومي وسلو هېڅ نه درلودل.»

په دې خبري غونډه کې جنرال کین خبریالانو ته وویل چې امریکا سیمې ته «لا زیاتې تاکتیکي هوايي الوتکې» لېږي.

کین وویل: «دا یوازې د یوې شپې عملیات نه دي. هغه پوځي هدفونه چې سېنټکام او ګډ ځواک ته سپارل شوي، ترلاسه کول به یې یو څه وخت ونیسي، او په ځینو مواردو کې به ستونزمن او سخت کار وي.»

ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې تمه لري د امریکا په مشرۍ دا عملیات به څو اوونۍ دوام وکړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG