د امریکا د متحدو ایالتونو د جنګ وزیر پېټ هیګسټ وویل چې ایران «د قوي توغندیو او بېپیلوټه الوتکو په جوړولو بوخت و، څو د خپلو اټومي باج اخیستونکو هیلو لپاره یو دودیز پوځي ډال جوړ کړي.»
هیګسټ د دوشنبې په ورځ د مارچ دویمه په پنټاګون کې په داسې حال کې خبرې کولې چې د امریکا د وسلوالو ځواکونو لوی درستیز جنرال ډان کېن یې ترڅنګ ولاړ و.
هیګسټ وویل «هغوی داسې یو دودیز ټوپک زموږ پر سر نیولی و، په داسې حال کې چې د اټومي بم د ترلاسه کولو لپاره یې د درواغو له لارې هڅه کوله.»
پیټ هیګسټ دخپل د پنټاګون خبري غونډه په دې خبرې پیل کړه چې «د ۴۷ اوږدو کلونو لپاره» ایراني رژیم د امریکا پر ضد «یوه ظالمانه او یو اړخیزه جګړه» مخته وړې ده.
د جنګ وزیر وویل چې دوی دا کار «زموږ د خلکو په وینو، په بیروت کې د موټربمونو چاودنو، زموږ پر بېړیو د راکټي بریدونو، زموږ په سفارتونو کې وژنو، او په عراق او افغانستان کې د سړک غاړې په بمونو» تر سره کړی دی.
نوموړي وویل چې د جون په میاشت کې د اسرائیل او ایران تر منځ له ۱۲ ورځنۍ جګړې وروسته، امریکا ایران ته ګواښ وکړ چې که یې خپل اټومي پروګرام بیا ورغاوه، نو له «تر دې ډېر سختو» پایلو سره به مخ شي.
هیګسټ وویل: «هغوی په غرور سره دا خبره رد کړه.» هغه زیاته کړه چې ولسمشر ټرمپ، لوړپوړو چارواکو او ځانګړو استازو سټیف ویټکاف او جېرډ کوشنر «د ریښتینې ډیپلوماسۍ لپاره تر وروستي حده هڅه وکړه.»
هیګسټ زیاته کړه: «پخواني رژیم ته هر فرصت ورکړل شوی و چې یو سولهییز او معقول تړون وکړي، خو تهران خبرو اترو ته نه کېناست.»
هیګسټ وویل: «موږ دا جګړه نه ده پیل کړې، خو د ولسمشر ټرمپ تر مشرۍ لاندې یې پای ته رسوو»
فورم \ دبحث خونه