د ښځو د نړیوالې ورځې په درشل کې یو شمېر ښځو په کابل کې لاریون وکړ

یو شمېر ښځینه فعالانو یو ځل بیا په کابل کې لاریون وکړ

د مارچ اتمې د ښځو نړیوالې ورځې په رارسېدو سره، یو شمېر ښځینه فعالانو یو ځل بیا په کابل کې لاریون وکړ او د ښځو او نجونو په وړاندې د طالبانو د حکومت پر محدودیتونو انتقاد وکړ.

دغه ښځې چې شمېر یې شاوخوا ۳۰ تنو ته رسېده د سې شنبې په ورځ مارچ اوومه (کب ۱۶) د کابل په شهرنو سیمه کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ یا (یوناما) دفتر ته نژدې راټولې شوي وې.

معترضو ښځو «شریعت بهانه ده، هدف د ښځو حذف کول دي» او د «حق، عدالت او ازادۍ» شعارونه ورکول او له نړیوالې ټولنې او په ځانګړي ډول له ملګرو ملتونو څخه یې د افغان مېرمنو وضعیت ته د پاملرنې غوښتنه وکړه.

دغه معترضو مېرمنو د ښځو کمزورتیا د ټولنې کمزورتیا وبلله او ویې ویل چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د محدودیتونو له امله ښځې له ټولنې څخه حدف شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې تر دې مخکې هم یو شمېر مېرمنو د هغوی په وړاندې د طالبانو د سیاستونو پر ضد لاریونونه کړي او د خپلو حقوقو غوښتنه یې کړې ده.

تېره ورځ هم په کابل کې یو شمېر مېرمنو په یو پټ ځای کې د یوې اعتراضیه ناستې پرمهال د هغوی په وړاندې د طالبانو حکومت د محدودیتونو په اړه اندېښنه ښودلې وه او ویلي و چې ښځې او نجونې په دغه هیواد کې د "سیاسي مصحلت قرباني شوي دي."

بلخوا په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنیت پخپل تازه راپور کې ویلي چې له افغان ښځو او نجونو سره د طالبانو چال چلند «د جنسیت په اساس تعقیب او د بشریت ضد جنایت» کېدای شي.

بنیت د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته وویل: «د طالبانو قصدي او محاسبه شوې پالیسي د ښځو او نجونو له حقونو څخه انکار او له عامه ژوند څخه د هغوی محوه کول دي. دا ښايي د جنسیتي تعقیب نړیوال جرم وي چې مقامات پرې نیول/پوښتل کېدای شي.»

طالبانو د ۲۰۲۱ د اګست په میاشت کې بیا په افغانستان کې واک ترلاسه کړ او وار له واره یې د ښځو په تعلیم، کار او سیاسي او اقتصادي مشارکت کلک بندیزونه ولګول.

طالبان تل دا خبره کوي چې د «شریعت او افغان فرهنګ په اساس د ښځو حقونو ته درناوی» لري.