د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: طالبان د نجونو د تحصیل په منع کولو سره د افغانستان نیمایي نفوس له پامه غورځوي


عکس:ارشیف
عکس:ارشیف

د ملګرو ملتونو د وګړو وجهي صندوق (UNFPA) د نجونو پر لوړو زده کړو او غیر دولتي ادارو کې د ښځو پر کار د طالبانو د بندیز د پرېکړې په غندلو سره ویلي چې طالبان په دغه کار سره د افغانستان نیمايي نفوس له پامه غورځوي.

د ملګرو ملتونو د وګړو وجهي صندوق اجرائیوي مدیرې ناتالیا کانم د دوشنبې په ورځ ناوخته ډسمبر ۲۶ (مرغومې پنځمه) ویلي چې دا ډول پرېکړه له نړیوالو بشري حقونو څخه سرغړونه ده.

اغلې کانم ټینګار کړی دی چې د طالبانو دا ډول چلند په افغانستان کې ښځې او نجونې د ازادۍ، د تصمیم نیولو له وړتیا او انتخاب څخه محروموي او د هغوی خودمختاري او انساني حقوق سلب کوي.

هغې ټینګار کړی دی: "د زده کړو له حق څخه د نجونو او ښځو په محرومېدو سره،حاکم چارواکي (طالبان) د افغانستان د نفوس نیمايي برخه ونډه د هیواد د ملي پراختیا، اقتصادي ودې او ثبات په برخه کې ردوي."

تیره اونۍ د طالبانو حکومت په یو نوي اقدام کې د افغانستان ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو ته امر وکړ چې د ښځو او نجونو زده کړې وځنډوي.

په هغه مکتوب کې چې د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت له ادرس څخه د "امارت او خصوصي" پوهنتونونو په نوم خپور شوی، راغلي چې د "کابینې د پرېکړې پر بنسټ... د ښځو زده کړې تر بلې خبرتیا پورې وځنډول شوې".

د ملګرو ملتونو د وګړو وجهي صندوق اجرائیوي مدیرې، په ټولنې کې د ښځو رول اغېزمن بللی او ویلي یې دي چې هر میاشت د افغانستان په لیري وروسته پاتې سیمو کې ۲۴زره ښځې زېږون کوي چې په خبره یې دغه مېرمنې د زېږون پر مهال خوندي روغتیايي خدماتو ته لاس رسئ لري.

هغې ویلي چې دغه سازمان په افغانستان کې مېرمنو ته د روغتیايي اسانتیاو رسولو په برخه کې د ښځینه کار کوونکو پر ونډې باندې حساب کوي.

اغلې کانم زیاته کړې: "د تیر کال په جریان کې، هغوی (ښځینه کار کوونکو) او ټولو شریکانو د ملګرو ملتونو دوګړو له صندوق سره مرسته کړې ده تر څو ۴.۳ میلیون افغانانو ته د امیندوارۍ اړین روغتیايي خدمات، مور، نوي زېږېدلي ماشوم، او همدارنګه له یو میلیون کسانو سره د رواني او ټولنیزو خدماتو زده کړو او ژوند مهارتونو په برخه کې مرسته وکړي."

د ښځو په وړاندې د طالبانو د محدودیتونو په دوام، د طالبانو حکومت د اقتصاد وزارت د دوشنبې په ورځ ډسمبر ۲۴ (مرغومې درېیمه) په یوه مکتوب کې په غیر دولتي موسسو او انجوګانو کې د ښځو او نجونو پر کار کولو باندې بندیز ولګوی.

په دغه مکتوب کې چې د طالبانو د اقتصاد د سرپرست وزیر دین محمد حنیف له خوا لاسلیک شوی، راغلي چې د دې پرېکړې لامل «د اسلامي حجاب نه مراعات» دی.

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق له طالبانو څخه غوښتي چې نجونو او ښځو ته اجازه ورکړي چې ښوونځيو ته بیرته ولاړې شي او په غیر حکومتي سازمانونو کې ښځینه کار کوونکو ته د کار اجازه ورکړي، تر څو په افغانستان کې له میلیونونو اړمنو خلکو د ژغورنې په برخه کې خپل کار ته دوام ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو لخوا د نجونو پر زده کړو او غیر دولتي ادارو کې د ښځو د کار پر بندیز د طالبانو پریکړي پراخ غبرګونونه پارولي دي او له طالبانو څخه یې غوښتي چې پر خپلې پرېکړې له سره غور وکړي.

XS
SM
MD
LG