د لاس رسي وړ اتصالات

یوناما طالبانو ته: د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي ټول ډولونه پای ته ورسوئ


په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا (یوناما) په دغه هیواد کې د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي د ټولو ډولونو د پای ته رسېدو غوښتنه کړې ده.

یوناما د جمعې په ورځ نومبر (لېندۍ څلورمه) د (ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو نړیوالې ورځې او د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي پر وړاندې د مبارزې ۱۶ ورځني کمپاین) د پیل په مناسبت په اعلامیې کې د طالبانو له حکومت څخه غوښتي چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پای ته رسېدو برخه کې سملاسي ګامونه پورته کړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ ویلي چې د ۲۰۲۱ میلادي کال له دوبي راهیسي، په دغه هیواد کې د ښځو زیات بنسټیز حقوق محدود او یا هم لغوه شوي دي.

یوناما د اندېښنې په ښودلو سره ویلي چې د ښځو پر تګ راتګ، کار، زده کړو او عامه فعالیتونو باندې د محدودیتونو له امله د افغانستان اقتصادي او بشري وضعیت لا خراب شوی دی.

طالبانو د تیر ۲۰۲‍۱ میلادي کال د اګسټ په میاشت کې واک ته د بیا رسیدلو سره سم افغانستان کې پر ښځو یو لړ محدویتونه ولګول، چې په کې له کور څخه د وتلو پرمهال د محرم د لرلو او له کور څخه بهر د مخ په ګډون د ټول بدن پټول شامل دي.

همداشان طالبانو په دولتي دفترونو کې د ښځو پر کار بندیز لګولی او د شپږم ټولګي څخه د پورته ټولګیو نجونې یې له زده کړو محرومې کړي دي. ددې سره سره ځینو ښځو ته په یو شمیر دفترونو کې د کار اجازه ورکړل شوې ده.

یوناما نن جمعه د جنسیت پر بنسټ د تاوترخیوالي پای ته رسېدو په مناسبت اعلامیه کې د طالبانو له حکومت څخه غوښتي: "په افغانستان کې ملګري ملتونه د دې هېواد له واکمنو چارواکو څخه غواړي چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د پای ته رسولو او د ښځو د حقونو د پراخې ویجاړۍ او د یوې باثباته او تلپاتې سولې د رامنځته کولو د هڅو د یوې حیاتي برخې په توګه سملاسي ګامونه پورته کړي."

یوناما افغانستان له هغو هیوادونو څخه بللی چې د نړۍ په کچه پکې د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی زیات او په خبره یې مېرمنو د جنسیت پر بنسټ له تاوتریخوالي څخه د ژوندي پاتې کیدو لپاره زیاتې ستونزې ګاللي دي.

د یادې اعلامیې له مخې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ مشرې روزا اوتنبایو په ټینګار سره ویلي چې د افغان مېرمنو حقوق باید خوندي شي.

نوموړې زیاته کړې: "د افغان ښځو بنسټیز حقونه باید خوندي شي او د یو داسې چاپېریال لپاره چې له هر ډول تاوتریخوالي څخه پاک وي باید کوټلي ګامونه واخیستل شي. د ښځو د حقونو ساتنه په افغانستان کې د ثبات، سوکالۍ او تلپاتې سولې لپاره یو مهم عامل دی."

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو د برخې استازې الیسون ډیویډیان هم د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي چې په کورونو او کار ځایونو کې د افغان مېرمنو په وړاندې تاوتریخوالی د عادي کېدو په لور درومي.

د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي پر وړاندې ۱۶ ورځنی فعالیت یو نړیوال کلنی کمپاین دی چې د نومبر په ۲۵ پیلېږي او د ډسمبر پر ۱۰ مه د بشري حقونو د نړیوالې ورځې په مناسبت پای ته رسیږي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د ښځو د ملاتړ ګڼو بنسټونو په افغانستان کې د ښځو د حقوقو د نقض او د محدودیتونو د دوام په اړه اندېښنې ښودلي دي.

نړیوالې ټولنې ویلي که طالبان د نړیوال مشروعیت د ترلاسه کولو په لټه کې وي باید د میرمنو په وړاندې خپله تګلاره بدله کړي. خو طالبان وایي د میرمنو حقونو ته د هغه تفسیر پر اساس درناوي کوي چې هغوی یې له اسلامي شریعت څخه لري.

XS
SM
MD
LG