د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري (یو ان اچ سي ار) وايي چې د روان کال د اپریل میاشتې له ۲۶مې څخه نیولې د روانې مې تر دویمې نېټې پورې ۱۰۷۰۰ افغانان له پاکستان، ایران او نورو هېوادونو څخه ، افغانستان ته ستانه شوي دي.
د دغې شمېرې په اساس، تېره اونۍ هره ورځ ۱۵۲۸ افغان کډوال یا په خپله خوښه او یا هم په زوره هیواد ته ستانه شوي دي.
یو ان اچ سي ار وايي چې افغانستان لا هم د کډوالو د ستنېدو له ستونزو سره مخامخ دی او دا بهیر هماغسې چټک روان دی. ارقام ښيي چې په ډېر شمېر کې د افغان کډوالو راستنېدو د افغانستان په بشري وضعیت فشارونه نور هم زیاتوي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري وایي چې له ۲۰۲۳ کال راهیسې تر پنځو میلیون ډېر افغانان بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي، چې د افغانستان په اقتصاد او بشري نړیوالو مرستو فشارونه زیات کړي او د بشري مرستو اړتیاوې یې لا زیاتې کړي دي.
دغې ادارې افغانستان ته د راستانه شویو کډوالو په اړه په خپل تازه راپور کې ویلي چې راستنېدونکي افغانان د کار له نشتوالی او د سرپناه له کموالي سره هم مخامخ او ډېر یې تش لاسونه وطن ته ستنېږي.
نړیوال خیریه بنسټونه خبرداری ورکوي که په دې برخې کې بیړنۍ مرستې زیاتې نه شي، د افغانستان بشري وضعیت به لا پسې خراب شي.
څو ورځې مخکې د ژغورنې نړیوالې کمېټې له هېوادونو څخه وغوښتل چې افغان کډوال ونه شړي، بلکې له افغانستان سره مرستې زیاتې کړي.