پاکستان: د قانوني اسنادو درلودونکي افغانان ایستل شوي ندي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هغه راپورونه رد کړل چې ویل شوي وو، یاد هیواد په زور شپاړس زره افغانان باسي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي د پنجشنبې په ورځ (جولای ۳۰) په یو خبري کنفرانس کې وویل چې یاد هیواد هغه کسان ندي ایستلي چې ویزه او په هغه هیواد کې د پاتې کیدو قانوني اسناد لري.

اندرابي وویل:"موږ ۱۶۰۰۰ زیانمنونکې ښځې، ماشومان او د پاخه عمر کسان تثبیت کړل او دوی ته په پاکستان کې د پاتې کېدو د مودې د غځولو اسانتیاوې برابرې شوې."

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل دا هغه ارقام دي چې هغه له اړوندو ادارو اخیستي او دا تقریبي شمیرې دي.

انداربي په داسې حال کې دغه څرګندونې کوي چې تر دې وړاندې د پاکستان د حکومت له خوا د بې‌اسناده افغان کډوالو د ایستلو د بهیر د دوام راپورونه ورکړل شوي وو.

د پاکستان څخه د افغان کډوالو د ستنولو د راپورونو سره په یو وخت د ملګرو ملتونو او نورو بشري ادارو چارواکو خبر داری ورکړ چې افغانستان د راستنېدونکو د بې‌ساري شمېر د منلو لپاره له جدي بشري او اقتصادي ننګونو سره مخ دی.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) وایي، یوازې د ۲۰۲۶ کال له پیل راهیسې له ایران او پاکستان څخه له ۱.۶ میلیونو څخه ډېر افغانان بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي، چې دا شمېر د ادارې له لومړني کلني اټکل هم لوړ دی.

د UNHCR د افغانستان استازي عرفات جمال د جولای په ۱۱مه په یوه خبري غونډه کې وویل، ځینې ورځې د هرات د اسلام‌کلا له پولې له ۴۰ زرو څخه تر ۵۰ زرو پورې کسان افغانستان ته اوړي، او ډېری یې ستړي، رواني فشار لاندې او له هېڅ امکاناتو پرته هېواد ته رسېږي.