پاکستان د کرونا له ویرې هرات کې خپله قونسلګري وتړله

کابل کې د پاکستان سفارت

پاکستان د افغانستان په هرات ولایت کې د خپلې قونسلګرۍ د وېزې ورکولو څانګه د پنځلسو ورځو لپاره تړلې ده.

په کابل کې د پاکستان سفارت د «مارچ پر ۵مه» په یوه اعلامیه کې ویلي چې یاده څانګه یې د کرونا ویروس خپرېدو د مخنیوي په هدف تړلې ده.

دغه سفارت همدارنګه زیاته کړې چې د وېزو ورکولو کار د بیا پیلولو مخکې به له افغان حکومت سره مشوره وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې له ایران څخه تازه راغلي افغانان پاکستان ته د تګ لپاره د وېزې اخستلو لپاره په هرات کې د دغه هیواد و قونسلګرۍ ته مراجعه کوي.

د تېرو څو ورځو راپدېخوا په ایران کې د کرونا ویروس له امله ۱۰۷ تنه مړه شوي او سلګونه نور پرې اخته شوي دي.

پاکستان په هرات کې د خپلو قونسلي چارو په ځنډېدو سره هڅه کوي چې خپل هیواد ته له ایران څخه د تازه راغلو کسانو د راتګ لړۍ وځنډوي.

پاکستان د دې ترڅنګ د مارچ له لومړۍ نېټې څخه د یوې اونۍ لپاره له کندهار ولایت سره پر پوله د چمن دروازه هم د کرونا ویروس انتقال د مخنیوي په هدف د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړلې ده.

په پاکستان کې هم د کرونا ویروس د ثبتېدو خبر ورکړل شوی دی.

په افغانستان کې هم تر دا مهاله د کرونا ۱۱۹ پېښې ثبت شوي چې یوه مثبت او پاتې ۸۲ نوریې منفي ثابتي شوي دي.

د افغانستان د روغتیا وزارت ویاند ډاکټر وحیدالله مایار نن جمعه ویلي چې ۳۶ نورې مشکوکې پېښې تر څېړنو لاندې دي چې نتیجه به یې وروسته معلومه شي.

د یادو مشکوکو پېښو زیاتې یې په هرات او کابل کې او تر هغه وروسته په غور، غزني، فاریاب، فراه، هلمند، بغلان، کندهار، لوګر، بدخشان او بلخ کې ثبت شوي دي.