د پاکستان پوځ وایي په تیرو لسو ورځو کې یې د هغه هیواد په شمال لویدیځ او سویل لویدیځو سیمو کې یې په یو لړ عملیاتو کې ۷۴ اورپکي وژلي دي.
د یاد هیواد پوځ د جمعې په ورځ (نومبر ۱۳) په یوې اعلامیه کې ویلي دي چې د خیبر پښتونخوا په اورکزیو او میرعلي ناحیو کې په شویو عملیاتو کې ۴۳ اورپکي وژل شوي او یو اندازه وسلې او مهمات د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
په اعلامیه کې زیاته شوې ده چې په بلوچستان ایالت کې هم په څو عملیاتو کې ۳۱ اورپکي وژل شوي. هغه سیمه چې ویل کیږي د بلوچستان ازادي غوښتونکي جنګیالي پکې حضور لري.
د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداری او لومړي وزیر شهباز شریف د خپل هېواد د مخالفینو په وړاندې د امنیتي ځواکونو دا اقدامات ستایلي دي.
پاکستان په داسې حال کې ددغو اقداماتو خبره کوي چې چارواکي وایي د چهار شنبې په ورځ د هغه هیواد په شمال لویدیځ کې د اورپکو په یوه کمین کې لس پولیس افسران ووژل شول.
پاکستاني چارواکي تل ادعا کوي چې په پاکستان کې د ترهګرۍ بریدونه د افغانستان له خاورې څخه تنظیمیږي او تطبیق کېږي؛ هغه ادعا چې د طالبانو حکومت تل رد کړې ده.
خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت د پاکستان هغه تورونه په وار وار رد کړي چې ګواکې د افغانستان خاوره د ترهګریزو بریدونو د تنظیم لپاره کارول کېږي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د اکتوبر په میاشت کې د پاکستاني چارواکو ددغه راز څرګندونو په غبرګون کې ویلي و چې په پاکستان کې ناامني د افغانستان په ګټه نه ده او افغانستان نه د نورو هېوادونو د ناامنۍ د رامنځته کولو او نه هم د تمویل کولو وس لري.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې په داسې حال کې ترینګلي پاتې دي چې د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو کابو دوه اوونۍ وړاندې وویل چې پاکستان د هغو ترهګریزو بریدونو نه اندېښنه لري چې د افغانستان له خاورې څخه "تمویل" کېږي.
روبیو د شنبې په ورځ [اکټوبر ۳۱مه] د جورجیا ایالت په اتلانتا کې د یوې خبري غونډې پر مهال د امریکا غږ د افغانستان څانګې د خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل چې پاکستان داسې ګڼي چې د طالبانو حکومت ددغو بریدونو د مخنيوي لپاره پوره هڅې نه دي کړي.
روبیو زیاته کړه چې واشنګټن د اسلام اباد اندېښنې اورېدلي او که اړتیا وي چمتو دي چې پدې برخه کې "ګټور رول" ولوبوي.