د امریکا د متحدو ایالتونو د عمومي مفتش تازه راپور په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د حضور او فعالیت په اړه اندیښنه څرګنده کړې ده.
ددې راپور له مخې، طالبانو د دوحې د تړون له مخې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې او د ترهګرو د پټنځایونو په توګه د افغانستان له خاورې څخه د نه کار اخیستلو په برخو کې خپلې ژمنې ندي عملي کړي.
د متحده ایالاتو عمومي مفتش، ددغه هیواد د جګړې او بهرنیو چارو وزارتونو او د نړیوالې پراختیا په برخه کې د یاد هیواد د ادارې د مفتش د دفترونو د چارو څارنه کوي.
د امریکا د دفاعي استخباراتو ادارې د یوې ارزونې له مخې، د داعش خراسان، القاعده او د هند په نیمه وچه کې القاعده په افغانستان کې په مجموع کې څه کم۳۰۰۰ غړي لري.
د دغو ډلو ترڅنګ، تحریک طالبان پاکستان په افغانستان کې تر ټولو لویه فعاله وسله واله ډله پېژندل شوې چې په عمده توګه د افغانستان او پاکستان د پولې په اوږدو کې فعالیت کوي.
د امریکا د عمومي مفتش په راپور کې راغلي دي چې د داعش خراسان ډله په سیمه کې د امریکا او د سیمې د هیوادونو د ګټو په وړاندې یو مهم ګواښ ګڼل کیږي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي دي چې د داعش ډله هڅه کوي د امریکا په ګډون له غربي هیوادونو څخه بریدونه پلان کړي.
د امریکا د استخباراتي چارواکو، غربي هیوادونو او د ملګرو ملتونو د څارونکو پلاوو د معلوماتو له مخې، القاعده په تیرو دریو کلونو کې په افغانستان کې لږ تر لږه اته روزنیز مراکز جوړ کړي دي.
ویل کیږي چې په دې مراکزو کې د وسلو د کارونې، انفجاري موادو، د چرېکي جګړو تخنیکونه، پرمختللو ټکنالوژیو زده کړې، لکه د اطلاعاتو کوډینګ، مصنوعي هوښ او بې پیلوټه الوتکو اړوند مسایل ښودل کیږي.
ددغه راپور له مخې، القاعده اوسمهال نورو ډلو ته تر ډیره د مشورې او زده کړو او د مخفي عملیاتو او اصلاعاتو د امنیت په برخه کې لارښونې کوي.
د امریکا د امنیتي اقداماتو د اړوندې برخې په اړه راپور وایي چې متحده ایالاتو همدارنګه له لري لارې څخه په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد عملیاتو وړتیا ساتلې ده او د امریکا دفاعي اداره په افغانستان کې د ترهګریزو فعالیتونو په اړه د معلوماتو د راټولولو په برخه کې په نظارت او هوایي استخباراتي اطلاعاتو متکي ده.
د دوحې د هوکړې له مخې چې په ۲۰۲۰ کال کې د امریکا او طالبانو ترمنځ لاسلیک شوه، واشنګټن په تدریجي ډول له افغانستان څخه د وتلو ژمنه وکړه او طالبانو هم هوکړه وکړه چې القاعده او نورو ترهګرو ډلو ته به اجازه ورنکړي چې د افغانستان له خاورې څخه د امریکا او متحدینو امنیت ته یې ګواښ پيښ کړي.
بلخوا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي چې طالبانو په افغانستان کې یو شمیر ترهګرو ډلو ته خوندي پټنځایونه برابر کړي او ندي توانیدلي چې د هغوی د پروګرامو او بریدونو د ترسره کولو د پروګرامونو مخه ونیسي.
فورم \ دبحث خونه