په پېښور کې د یو ښوونځي د چت غورځېدو له کبله څه باندې ۳۰ زده کوونکي مړه شوي

مقاماتو لا د ښوونځي د چت د غورځېدو علت نه دی څرګند کړی

په پېښور کې مقامات وایي چې نن پنچشنبه (اکتوبر۱۵) د یو ښوونځي د ودانۍ د چت غورځېدو له کبله شاوخوا ۳۲ تنه زده کوونکي مړه شوي دي.

د زده کوونکو عمرونه تر ۱۳ کلونو کم ښودل شوي دي. زده کوونکي په زده کړو بوخت و چې چت پرې غوځېدلی دی.

په پېښور کې د لیډي ریډینګ روغتون ویاند محمد عاصم ویلي دي: «په مړو کې ۱۲ نجونې او یوه ښوونکې ده.»

د ژغورنې د سیمه ییزې څانګې مشر عارف خټک وايي چې په پېښې کې ۴۵ تنه نور ژوبل دي چې ځیني یې کاري او ځینې یې برسیرن ټپي شوي.

د پېښور د پولیسو مشر میان سعید ویلي دي: «دا یوه کمزورې ودانۍ وه. تهداب یې کمزوری و او بره پوړ یې د بیا رغوونې په کارونو ډک و چې چت یې غورځېدلی دی.»

نوموړي وویل چې د ښوونځي مالک نیول شوی او د پېښې په اړه تحقیقات پیل شوي دي.

په دې ښوونځي کې درې ټولګي وو او ۱۱۰ زده کوونکي.

د زده کوونکو یو شمېر میندې او پلرونه وايي چې دوی د ښوونځي خاوند ته د دغې ودانۍ د خراب وضعیت په اړه شکایتونه کړي وو، خو هغه دا شکایتونه له پامه غورځولي وو.

هغوی د دې پېښې په اړه د شفافو تحقیقاتو غوښتنه کړې ده.

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف په یو بیان کې د دې پېښې په اړه اندېښنه ښودلې ده او د قربانیانو له کورنۍ سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.

مخکې د پولیس مشر ویلي وو شاید ۴۷ زده کوونکي مړه شوي وي.

پېښه په دیر کې د «الخیر تعلیمي مرکز» په نوم ښوونځي کې شوې ده.