د لاس رسي وړ اتصالات

له پاکستان څخه د کډوالو اېستل؛ یوه ورځ کې ۴۱۰۰ افغانان ستانه شوي

په داسې حال کې چې د پاکستان حکومت د افغان کډوالو د اېستلو تازه لړۍ پیل کړې، راپورونه وايي چې یوازې تېره ورځ ۴۱۰۰ افغانان یا په زوره او یا هم په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شوي دي.

د پاکستان حکومت د خیبرپښتونخوا له پېښور ښار څخه د جمعې په ورځ (جولاۍلسمه) د ۲۰زرو هغو افغان کډوالو د اېستلو لړۍ پیل کړې، چې د چارواکو په وینا په پاکستان کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.

په همدې حال کې په افغانستان کې د طالبانو حکومت د «مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون» وايي چې یوازې تېره ورځ «۴۰۳۷ افغانان د تورخم او سپین بولدګ له لارې افغانستان» ته ستانه شوي دي.

دې کمېسیون نه دي ویلي چې دا خلک په خپله خوښه ستانه شوي او که شړل شوي دی.

د دې ترڅنګ له ایران څخه هم تېره ورځ ۶۳ افغانان راستانه شوي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري وايي چې له څه باندې دریو کلونو راهېسې افغانستان ته شاوخوا شپږ میلیون افغان بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي دي. په دوی کې یې اکثریت له پاکستان او ایران څخه دي.

ملګري ملتونه وايي چې په افغانستان کې د نجونو په تعلیم بندیز، بې کاري او د ژوند د نورو حیاتي اسانتیاو نه شتوالی راستنېدونکو ته لویې ستونزې دي.

ملګري ملتونه اټکل کوي چې د روان ۲۰۲۶ کال تر پای پورې به شاوخوا ۲.۵ میلیون نور افغانان هم خپل هېواد ته ستنېږي.

دوی له نړیوالې ټولنې غواړي چې د کډوالو په چارو کې مرستې وکړې چې د راستنېدونکو افغانانو لاسنیوی وکړي.

تر دې مخکې د ژغورنې یوې نړیوالې کمېټې له ټولو هېوادونو څخه غوښتي وو چې افغانستان ته د کډوالو شړل بند کړي.

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG