د افغانستان پر کنړ، خوست او پکتیکا ولایتونو د پاکستان په نویو هوایي بریدونو کې لږ تر لږه ۱۳ کسان وژل شوي او شاوخوا ۱۴ نور ټپیان دي.
د طالبانو د حکومت ویاند، ذبیح الله مجاهد، د چهارشنبې په ورځ د ایکس پر حساب لیکلي چې په وژل شویو کې ۱۱ ماشومان او یوه ښځه هم شامل دي. مجاهد د برید په غندلو سره دا هم لیکلي چې په دې پېښه کې ټول ټپیان ښځې او ماشومان دي.
مجاهد لیکلي، "تیره شپه د پاکستان متجاوز پوځ یوځل بیا د افغانستان حریم نقض کړ، په کنړ، خوست او پکتیکا ولایتونو کې یې ملکي کورونه بمبارکړل. چې له امله یې ۱۱ ماشومان یوه زنانه او یو سپینږیری شهیدان ۱۴ تنه نور ښځې او ماشومان ټپیان شول. موږ دغه بشري جنایت او تجاوز په کلکه غندو."
بلخوا پاکستاني چارواکو ویلي دي چې د پاکستان او افغانستان د پولې په اوږدو کې د تندلارو وسله والو پر پوستو د پاکستاني ځواکونو له خوا په " سنجول شویو بریدونو" کې ۲۶ وسله وال وژل شوي او څلور هدفونه چې په کې د روزنې یو مرکز، د پټیدو یو خوندي ځای او د وسله والو د مهماتو یو ډیپو شامل وو، په بشپړه توګه ویجاړ شوي دي.
د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ په ایکس حساب لیکلي: "د باوري استخباراتي معلوماتو پر بنسټ، د وسله والو کمپونه او پټنځایونه په انتخابي، دقیق او کره توګه په نښه شوي دي."
د فبروري له وروستیو راهیسې پر افغانستان د پاکستان په بریدونو کې په سلګونو کسان، په ځانګړې توګه افغان ملکي وګړي وژل شوي او ټپیان شوي دي.
سره له دې چې دواړه خواوې د زغم غوښتنه کوي او متحده ایالات او ملګري ملتونه د اوربند غوښتنه کوي، خونښتې لا هم روانې لام هم روانې دي.
که څه هم متحده ایالاتو تر اوسه د پاکستان له خوا پر افغانستان د نوي برید په اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو سپینې ماڼۍ څه وخت مخکې ویلي و چې واشنګټن د طالبانو او پاکستان ترمنځ نښتو ته له نږدې ګوري او له ښکېلو اړخونو غواړي چې د خبرو اترو او دیپلوماسۍ له لارې کړکېچ کم کړي.
سپینې ماڼۍ د امریکا د غږ د افغانستان څانګې د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: "متحده ایالات د ترهګرۍ هر ډول غندي او له دواړو خواوو غواړي چې ډاډ ترلاسه کړي چې خاوره یې د ترهګرو ډلو له خوا د خپلو ګاونډیانو پر وړاندې د پولې هاخوا د بریدونو لپاره نه کارول شي."
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په خپل ایکس حساب، د پاکستان تازه هوایي بریدونه چې له امله یې ښځې او ماشومان وژل شوي، په کلکو ټکو غندلی دی.
نوموړي د وژل شویو له کورنیو سره د خواخوږۍ په ښودلو لیکلي:" پاکستان په سیمه کې د خپلو خصمانه اعمالو او نه سنجول شویو سیاستونو له عواقبو سره لاس او ګریوان دی او باید پوه شي چې ددغو سیاستونو په دوام او تعقیب سره موخې ته نه رسیږي.
کرزي زیاته کړې، پاکستان ته پکار ده چې د افغانستان په وړاندې د جګړې او تخریب د پالیسي پرځای، د ښه ګاونډیتوب او نیکو اړیکو لار غوره کړي.
پاکستان ادعا کوي چې د هغوی بریدونه په افغانستان کې پر هغو ډلو متمرکز دي چې له هغه ځایه د پاکستان پر وړاندې ترهګریز فعالیتونه پلانوي او ترسره کوي، خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت، د پاکستان ددې ادعا په ردولو سره ویلي چې هیڅ ډله اجازه نه لري چې د افغانستان له خاورې څخه د بل هیواد پر وړاندې کار واخلي.