د بهرنیو اړیکو او امنیتي تګلارې په چارو کې د اروپايي ټولنې عالي استازې کایا کالاس وايي چې پاکستان د ځان د دفاع حق لري او هوايي بریدونه د حل غوره لار نه ده.
کاجا کالاس اسلام اباد ته تللې او هلته یې د پاکستان له صدراعظم شهباز شریف، د بهرنیو چارو له وزیر اسحق ډار او نورو مقاماتو سره د سیمې او نړۍ په روابطو او روانو چاروې غږېدلې ده.
نوموړې په اسلام اباد کې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره په یو ګډ خبري کنفرانس کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د ورستیو شخړو په اړه هم څرګندونې وکړې.
هغې وویل، "دلته په سیمې کې پاکستان له افغانستان سره په شخړې کې بند دی. جګړې په وروستیو اونیو کې لوی بشري عواقب درلودلي او د بي ثباتۍ او افراطیت د تقویې خطر یې پیدا کړی دی. "
نوموړې په دواړو خواو غږ کړی چې "د شخړې له زیاتولو څخه ډډه" وکړې.
کایا کالاس ویلي دي، "پاکستان د نړیوال قانون په اساس دا حق لري چې د ځان او د خپلو خلکو دفاع وکړي، خو په اوسني حالت کې هوايي بریدونه نه، خبرې غوره دي. "
د اروپايي ټولنې د دپلوماتیک خدمت په ویبسایټ کې د میرمن کالاس د دغه خبري کنفرانس جزیات خپاره شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې څه موده مخکې د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت هم په دواړو غاړو غږ وکړ چې د خبرو له لارې دې شخړه حل کړي. دغه وزارت امریکا غږ ته په یو استول شوي پیغام کې ویلي وو چې د ترهګرۍ هر ډول غندي.
د پاکستان او افغانستان روابط
کایا کالاس د اروپايي ټولنې تر ټولو عالي مقام ده چې تازه یې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د روانې جګړې او روابطو په اړه څرګندونې کړې دي.
د پاکستان او افغانستان د حکومتونو ترمنځ د روان کال په لومړیو میاشتو کې جګړه پیل شوه. پاکستان د طالبانو حکومت تورنوي چې په افغانستان کې یې د پاکستاني طالبانو د غورځنګ په ګډون د هغه هېواد ضد عناصرو ته یې پناه ورکړې. پاکستاني مقامات تور لګوي چې دا ډلې له افغانستان څخه په پاکستان کې بریدونه پلان کوي او تطبیق کوي.
پاکستان په همدې لړ کې د افغانستان د مرکز کابل په ګډون په ځینو ولایتونو کې هوايي او د توغندیو بریدونه هم کړي او وايي چې په دغو بریدونو کې یې پوځي سیمې په نښه کړې دي.
د پاکستان تر ټولو خونړی برید په کابل کې د معتادینو په یو روغتون باندې و، چې د طالب مقاماتو او ملګرو ملتونو په وینا سلګونه ولسي افغانان په کې وژل شوي او ژوبل شوي دي. څو ورځې مخکې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنیت د پاکستان د دغه برید په اړه د هر اړخیزو او شفافو پلټنو غوښتنه وکړه.
په دې سربېره یوناما د پاکستان او افغانستان ترمنځ جګړې کې په کونړ او ځینو نورو سیمو کې هم د لسګونو ولسي افغانانو د وژل کېدو او ژوبل کېدو راپورونه تائید کړي دي. یوناما ویلي چې په دغو بریدونو کې تعلیمي، روغتیايي او نور ولسي تاسیسات هم زیانمن شوي او لسګونه زره خلک بې ځایه شوي دي.
افغان طالبان د پاکستان دا ډول تورونه ردوي. د طالبانو حکومت وايي چې په پاکستان کې روانې نا امنۍ د پاکستان داخلي مسئله ده او په افغانستان پورې هېڅ اړه نه لري.
د طالبانو مقاماتو دا ادعا هم رد کړې ده چې ګنې هغوی په افغانستان کې د پاکستان ضد او نورې ترهګرې ډلې ساتي او پالي. دوی وايي هېچاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې څخه د نورو په ضد کار واخلي.
فورم \ دبحث خونه