روغتیایي چارواکي: فراه کې د ګوزڼ واکسین د تطبیق لپاره ښه زمینه برابره شوې

عکس له آرشیف څخه اخیستل شوی

د فراه ولایت روغتیایي چارواکي وایي چې پدې ولایت کې تنکیو ماشومانو ته د ګوزڼ واکسین د تطبیق لپاره پراخه زمینه برابره شوې.

د فراه ولایت روغتیایي مسؤولین د دې ولایت اوسیدونکو ته ډاډ ورکوي چې د تېر په پرتله د پولیو واکسین د تطبیق لپاره شرایط ښه شوي او ټولې کورنۍ کولای شي خپل له پنځو کالو څخه کم عمره ماشومان په ټاکلي وخت واکسین کړي.

د فراه د دوه سوه بستریز ولایتي روغتون رئیس، ډاکټر صلاح‌الدین احدي وایي، له نیکه مرغه اوس مهال هغه خنډونه چې د ګوزڼ پر ضد مبارزه ېې له ننګونو سره مخ کړې وه له منځه تللي او په ټولو ولسوالیو کې د ګوزڼ واکسین د تطبیق لپاره پراخه زمینه برابره شوې.

ښاغلي احدي امریکا غږ ته داسې وویل: ”دمګړۍ په ټولو سیمو کې ډاډمن امنیت شتون لري او کله چې واکسیناتوران د خلکو تر کورونو ورشي، نو هغوی به په خوشحالۍ او ورین تندي خپل ماشومان واکسین کړي.

په ورته مهال، د فراه ولایت روغتیا پالان د ګوزڼ پر ضد مبارزې پر وړاندې د پرتو ستونزو هواریدل ارزښتناک بولي او له روغتیایي چارواکو او دیني عالمانو غواړي چې د عامه پوهاوي چارې ګړندۍ کړي، تر څو د یادې ناروغۍ تغر د تل لپاره له افغانستان څخه ټول شي.

د فراه ولایت د ډاکټرانو د طبي ټولنې د مشرتابه پلاوي غړي، ډاکټر محمد عارف زلال امریکا غږ ته وویل: ”پولیو یوه خطرناکه او فوق‌العاده ساري ناروغي ده چې کولای شي په ډیره لږه موده کې سلګونه ماشومان اخته کړي “.

ښاغلي زلال زیاته کړه، د پولیو ناروغۍ په له منځه وړلو کې دیني‌ عالمان ارزښتناک رول لوبولی شي او هغوی باید د منبر له لارې دغه پیغام تر خلکو ورسوي چې د پولیو واکسین د ماشومانو ژوند ژغوري.

ډاکټر حمزه فراهي بیا وایي چې په یوه ټولنه کې د پولیو ناروغۍ شتون نه یواځې د هغې ټولنې لپاره بلکه د ټول هیواد لپاره ګواښ بلل کیږي او ولسونه باید پدې اړه روغتیایي لارښوونې په پام کې ونیسي.

ښاغلی حمزه له کورنیو غواړي چې خپل ټول له پنځو کالو څخه کم عمره ماشومان په ټاکلي وخت واکسین کړي، تر څو له مړینې او معلولیت څخه خوندي پاتې شي.

روغتیا پالان وایي، پولیو قطعي درملنه نلري خو د ګوزڼ ضد واکسین دوه څاڅکي کولای شي ماشومان له تل پاتې معلولیت څخه وژغوري.