روسي او امریکایي چارواکي د ونزویلا په کړکیچ خبرې کوي

په ونزویلا کې د تاوتریخوالي د زیاتیدو سره جوخت اعلان شوی چې د امریکا او روسیې لوړپوړي دپلوماتان راتلونکې اونۍ سره گوري.

د روسیې د بهرنیو چارو زارت مرستیال سرگي ریباکوف، د جمعې په ورځ تائید کړه چې ټاکل شوې دغه لیدنه کتنه په فنلند کې د شمالي قطب د شورا د غونډې په څنډه کې وشی.

ښاغلي ریباکوف وویل "څرگنده ده چې ونزویلا به د خبرو اصلي موضوع وي."

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د چهارشنبې په ورځ د خپل روسي سیال سرگي لاوروف، سره تلیفوني خبرې وکړې چې په کې دواړو خواو یو بل د ونزویلا په چارو کې په لاس وهنې تورن کړل.

روسیه د ونزویلا د جمهور رئیس نیکولاس مادورو ملاتړ کوي پداسې حال کې چې امریکا د د مخالفینو د مشر هوان گوایدو نه څرگند ملاتړ اعلان کړی دی.

ښاغلی گوایدو پدې وروستیو په ونزویلا کې د کودتا لپاره هڅه وکړه چې په نتیجه کې یې په کراکاس کې د تاوتریخوالي د زیاتیدو رپوټونه ورکړل شول.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ددغو پیښو وروسته اعلان وکړ که څه هم چې هیواد یې په سوله ایزه توگه د واک انتقال غواړي، خو که اړتیا شي د تاوتریخوالي او گډوډۍ د پای ته رسولو په خاطر به په ونزویلا کې پوځي اقدامات وکړي.