پاپ فرانسیس: د خدای په نوم تاوتریخوالی لوی کفر ویل دي 

پاپ فرانسیس عراق ته تللی

د کاتولیک مسیحیانو مذهبي مشر پاپ فرانسیس عراق ته د خپل سفر پر مهال ویلي دي چې د خدای په نوم تاوتریخوالی «لوی کفر ویل» دي.

نوموړي د یکشنبې په ورځ مارچ ۶ (کب۱۶) دعراق د نینوا په ښار کې په یوې کلیسا کې عراقي مسیحیان وهڅول چې د داعش له لوري له دوی سره شوې بي عدالتۍ وبخښي.

دا کلیسا د موصل ښار په ۳۲کیلومترۍ کې ده چې یو مهال د داعش ډله په کې حاکمه وه او غوښتل یې مسیحیان هلته تس نس کړي.

د عراق په شمال کې ډېر مسیحیان اوسیږي او په ځینو سیمو کې د داعش د ظلم او جبر له کبله له خپلو سیمو تښتېدلي وو. پاپ دغه څرګندونې د بغدیدا ښار په کلیسا کې وکړې، هغه ځای چې د داعش ډلې تقریبآ په بشپړ توګه ویجاړ کړی و.

پاپ فرانسیس وویل: « ښايي د بشپړ رغېدلو لاره ډېره اوږده وي، خو زه له تاسو غواړم لطفآ مه مایوسه کیږي. موږ باید د بخښلو وړتیا ولرو او تر ټولو مهمه دا چې د نه تسلیمېدو مېړانه ولرو.»

واتیکان په عراق کې د مسیحیانو د خوندي ساتلو هلې ځلې کوي چې ویل کیږي د عیسی مسیح له مهال راهېسې هلته ژوند کوي.

په ۲۰۰۳کې د صدام حسین د رژیم له پرځېدو وروسته هلته د مسیحیانو شمېر نژدې نیم میلیون و، خو اوس څو سوه زرو ته رسېدلی دی.

پاپ تېره ورځ د اور یا تل المقیر تاریخي ښار لیدو ته هم تللی و. دا د حضرت ابراهیم د زېږېدو ښار بلل کیږي.

هغه وویل: « زموږ د پلار ابراهیم له دغه ټاتوبي عقیده ټوکېدلې ده. اجازه راکړئ چې تاکید وکړم چې خدای بخښونکی او مهربان دی او تر ټولو لوی کفر ویل دا دي چې موږ د خدای په نوم له خپلو خویندو او وروڼو څخه کرکه او نفرت وکړو.»

هغه په عراق کې د شیعه ګانو له یو مشهور مذهبي مشر ایت الله علي سیستاني سره هم ولیدل. یو شمېر په دې باور دي چې دا ډول ملاقاتونه د دینونو ترمنځ خبرو اترو او زغم او حوصلې ته لار پرانیزي.

په عراق کې د پاپ د سفر پر مهال ډېر امنیتي تدابیر نیول شوي او په ځینو هغو ځایونو کې چې پاپ تګ راتګ کوي، ټانګونه درول شوي دي او لارې تړل شوي دي.