د لاس رسي وړ اتصالات

په جومات د «ایا صوفیه» د بدلولو پرېکړې دردولی یم- پاپ 


تصویر: ارشیف
تصویر: ارشیف

د کاتولیک مسیحیانو مذهبي مشر پاپ فرانسیس د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان هغه پرېکړه غندلې ده چې د «ایا صوفیه» لرغونی موزیم په جومات بدلوي.

پاپ فرانسیس د یکشنبې په ورځ جولای ۱۲ (چنګاښ۲۲) د واتیکان د سنټ پېېټر په څلور لارې کې د دعا په مراسمو کې وویل چې دغې پرېکړې دردولی دی.

هغه وویل: " زه د استانبول په اړه فکر کوم. زه د سانتا صوفیه په اړه فکر کوم. زه ډېر دردېدلی یم."

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان څو ورځې مخکې اعلان وکړ چې د «ایا صوفیه» لرغونی موزیم، چې یو وخت لویه کلیسا وه، په جومات بدلوي او لومړی لمونځ به په کې د جولاۍ په ۲۴ مه وشي.

دا پرېکړه له هغه وروسته اعلان شوه چې په ترکیې کې یوې محکمې پرېکړه وکړه چې «ایا صوفیه» دې نور موزیم نه وي.

د نړۍ د کلیساوو ټولنې له ولسمشر اردوغان غوښتي چې په دې اړه دې خپله پرېکړه بېرته واخلي.‌ په استانبول کې د نړۍ د ارتودکس مسیحیانو روحاني مشر دا پرېکړه ډېره خواشینوونکې بللې ده.

ښاغلي اردوغان ویلي دي چې «ایا صوفیه» به د مسلمانانو، مسیحیانو او نورو بهرنیانو لپاره پرانیستې وي. «ایا صوفیه» ۱۵۰۰کاله لرغونتوب لري او یو مهال د مسیحیانو لویه کلیسا وه.

د ترکیې ولسمشر اردوغان ویلي دي دا یې حق دی چې د خپل استقلالیت په اساس پرېکړه وکړي او په دغې پرېکړې انتقاد د ترکیې پر خپلواکۍ برید دی.

یونان هم دا پرېکړه غندلې ده. د ملګرو ملتونو تعلیمي، علمي او فرهنګي سازمان (یونیسکو) وايي چې د « نړۍ د میراث کمېټه» به یې د «ایا صوفه» حالت ارزوي.

امریکا او ځینو نورو هېوادونو هم ویلي دي چې باید داسې نه وای شوی.

XS
SM
MD
LG