ولسمشر ټرمپ له پوتین سره د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو په اړه ټیلیفوني خبرې تایید کړې

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ وویل چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین غواړي د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره یوې هوکړې ته ورسېږي. ټرمپ دا څرګندونې له پوتین سره له ټیلیفوني خبرو وروسته وکړې.

ښاغلي ټرمپ د روسیې د مشر سره د خبرو په هکله د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، "موږ ډېرې ښې خبرې وکړې. هغه غواړي یوې هوکړې ته ورسېږي. او که زیلنسکي هم غواړي هوکړه وکړي، دا به ډېر ښه وي. "

له ټرمپ څخه وپوښتل شول چې د هوکړې پر وړاندې څه خنډ شته. هغه وویل: "خنډ دوه کسان دي چې له یو بل څخه کرکه لري. " ټرمپ وویل چې دواړه مشران "له جګړې ستړي شوي" دي او زیاته یې کړه چې درې اړخیزه غونډه "کېدای شي ترسره شي." او زیاته یي کړه چې پدې جګړې کې ډیر کسان وژل کیږي.

د کرملین ویاند دیمیتري پېسکوف د چهارشنبې په ورځ وویل چې مسکو هیله لري د امریکا په منځګړیتوب خبرې "په نږدې راتلونکي کې" بیا پیل شي. هغه وویل چې د خبرو د بیا پیلولو لپاره "تایید شوې سیاسي اراده" موجوده ده او روسیه له امریکايي چارواکو سره په تماس کې ده.

د کرملین سلاکار یوري اوشاکوف تېره اوونۍ ویلي وو چې د نوامبر په میاشت کې د اسیا-پسفیک اقتصادي همکاریو په سرمشریزه کې د پوتین، ټرمپ او د چین د ولسمشر شي جین‌پینګ د درې اړخیزې غونډې په اړه خبرې شوې دي.

جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ په ۲۰۱۷ کال کې په جرمني کې د جي-۲۰ غونډې پر مهال د روسیې د جمهور رئیس ولادمیر پوتین سره کتلي و.

امریکا غږ د کرملین د څرګندونو د تایید لپاره له سپینې ماڼۍ سره اړیکه نیولې، خو تر اوسه یې ځواب نه دی ترلاسه کړی.

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د سه‌شنبې په ورځ ناوخته وویل چې ښايي په راتلونکو څو اوونیو کې د مستقیمو خبرو د بیا پیل لپاره یوه نقشه جوړه شي.

هغه په مسکو او کییف کې د تېرې اوونۍ غونډې مهمې وبللې. روبیو وویل چې دواړه لوري "ډېرې روښانه سرې کرښې" لري او زیاته یې کړه چې دی "له حده زیات خوشبین" نه دی، خو بدبین هم نه دی. له فبرورۍ راهیسې د دواړو لورو ترمنځ مستقیمې خبرې نه دي شوې.

روسیې او اوکراین د درېیو ورځو لپاره د یو بل پر پلازمېنو بریدونه درولي وو؛ په داسې حال کې چې د امریکا استازو سټیو ویټکاف او جېرډ کوشنر د شنبې په ورځ په مسکو کې له پوتین او د یکشنبې په ورځ په کییف کې له زیلنسکي سره ولیدل. د امریکايي استازو له وتلو وروسته بریدونه بېرته پیل شول.

اوکرایني چارواکي وايي، د چهارشنبې په ورځ په ټول اوکراین کې د روسیې په بریدونو کې لږ تر لږه پنځه ملکي وګړي وژل شوي دي. د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي ویلي چې د نږدې هره ورځ ترسره کېدونکو بریدونو په وړاندې د نړۍ غبرګون کمزوری و.

ولسمشر زیلنسکي د چهارشنبې په ورځ په ټولنیزو رسنیو کې وویل: «له بده مرغه، نړیوالې ټولنې دغو بریدونو ته ډېر کم غبرګون ښودلی، په داسې حال کې چې هره ورځ د خلکو ژوند اخلي.» هغه زیاته کړه: «مسکو باید ژمی داسې فکر سره پیل نه کړي چې له کومو پایلو پرته د توغندیزو او بې‌پیلوټه الوتکو له ترهګرۍ څخه تېرېدای شي.»

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څارنې ماموریت تېره میاشت وویل چې په اوکراین کې د جولای په میاشت کې ۴۳۷ ملکي وګړي وژل شوي او له ۲۶۰۰ څخه ډېر ټپیان شوي دي. دا له مارچ ۲۰۲۲ راهیسې په یوه میاشت کې د ملکي تلفاتو تر ټولو لوړه شمېره وه.

د ملګرو ملتونو ادارې په اوکراین کې د ۲۰۲۲ کال د روسیې له یرغل راهیسې د څه باندې ۱۶۸۰۰ ملکي وګړو مړینه تایید کړې ده. مسکو د ملکي وګړو په نښه کول ردوي او وايي چې یوازې پوځي اړوند تاسیسات په نښه کوي.