ولسمشر ټرمپ: امریکا به له عراق سره ډېرې معاملې ولري

ولسمشر ټرمپ د عراق له صدراعظم سره د ملاقات په مهال

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د عراق له صدراعظم علي الزیدي سره په ملاقات کې وویل چې واشنګټن او بغداد به ډېرې تجارتې معاملې ولري او امریکايي شرکتونه به په عراق کې تېل استخراج کړي.

ولسمشر ټرمپ تېره ورځ (جولاۍ ۱۴) په سپینې ماڼې کې د عراق صدراعظم علي الزیدي ته د ښه راغلاست ویلو تر څنګ وویل چې هغه د عراق لپاره یو بریالی صدراعظم دی او د هغه په صدراعظمۍ کې به دواړه هېوادونه ډېر تجارتې توافقات او معاملات ولري.

ولسمشر ټرمپ وویل: «بغداد ته وګورئ، زه او دا هېواد فکر کوم چې موږ به ځینې فوق العاده ګډ کارونه ولرو. موږ په تېرو څلورو پنځو کلونو کې له مخکني حکومت سره ډېرې معاملې نه درلودې. عراق د خپلو تېلو او نورو شیانو له کبله عالي ظرفیت لري او موږ به ډېرې معاملې ترسره کړو. موږ به د دواړو هېوادونو لپاره ډېرې دندې پیدا کړو او موږ به ډېر تېل استخراج کړو. ډېر تېل استخراج کېږي او تر ډېره یې امریکايي شرکتونه استخراجوي. هغوی له نورو سره راکړه ورکړه نه کوي، له امریکا سره یې کوي او دا ښه خبره ده. همدا علت دی چې زه قوي فکر کوم چې دی (علي الزیدي) به یو عالي صدراعظم وي او ما د دې لپاره مبارزه وکړه.»

ولسمشر ټرمپ وویل چې هغه له صدراعظم الزیدي یوه لویه مشترکه وجهه هم لري او هغه دا چې علي الزیدي په عراق کې لوی انتخابات وګټل او ده په متحدو ایالتونو کې، داسې چې خلکو یې فکر نه کاوه.

الزیدي متحدو ایالتونو ته راغلی چې په خپل هېواد کې د تیلو او ګازو د استخراج او برېښنا سکتور په برخو کې امریکايي پانګوونې جلب کړي.

هغه خپل دغه سفر د واشنګټن او بغداد ترمنځ د لویو تجارتي همکاریو یو پیل وباله. نوموړي وویل چې عراق داسې یو ستراتیژیک ملګري ته ضرورت لري چې د لوی اقتصاد بار په وړلو کې ورسره مرسته وکړي.

الزیدي وویل چې جګړو یې هېواد ځپلی دی او د تیلو په صادراتو کې عادلانه وېش غواړي.

هغه وویل: «موږ د تیلو د صادروونکو هېوادونو د سازمان (اوپیک) یو غړی یو. موږ د عراق لپاره عادلانه ونډه غواړو. عراق د متحدو ایالتونو په مرسته له داعش او ترهګرۍ سره وجنګېده. له داعش سره په جګړې کې موږ ته لوی مالي زیان واوښت او د عراق تاسیسات ویجاړ شول. د عراق زیان تر ۴۰۰ میلیارد ډالرو زیات دی. تر ننه پورې د عراق ځینې ښارونه په بشپړ ډول ویجاړ دي او خلک په کمپونو کې اوسېږي.»

په ایران باندې د متحدو ایالتونو د بریدونو له کبله د هرمز تنګی بند دی او ډېرو هېوادونو ته د تیلو صادرات ټکني شوي، د امریکا پوځ پرون اعلان وکړ چې د دغه تنګي محاصره بیا پیلوي.

راپورونه وايي چې علي الزیدي به په خپل پنځه ورځني سفر کې دا هڅه هم کوي چې له متحدو ایالتونو سره په پوځي برخه کې هم همکاري ولري.

هغه له ولسمشر ټرمپ سره تر ملاقات وروسته د متحدو ایالتونو د جګړې په وزارت کې له وزیر پیټ هګسیت سره هم ولیدل.

د جکړې وزیر پیټ هګسیت ویلي چې عراق باید د ایران له ملاتړه د برخمنو ډلو په ضد اقدامات وکړي.

د عراق حکومت په خپلې خاورې کې غیر دولتي وسله والو ډلو ته خبر ورکړی دی چې د روان کال د سپتمبر تر پای پورې دې خپلې وسلې په ځمکه کېږدي، په دوی کې یې ځینې هغه ډلې هم شاملې دي، چې له ایران سره د امریکا په جګړې کې د امریکا په پوځي او دیپلوماتیکو تاسیساتو بریدونه کړي دي.

د متحدو ایالتونو د جګړې وزیر وویل چې بغداد له واشنګټن سره د خپلو اړیکو د تقویت لپاره باید خپل حاکمیت ولري او یو با ثباته عراق د دواړو هېوادونو ترمنځ د تجارتي اړیکو او همکاریو ښه لاره پرانیستلای شي.