ټرمپ: له خپلو مرکچیانو سره د ایران د وروستي وړاندیز په اړه ګورم

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې هغه به د شنبې په ورځ (مې ۲۳مه) د ایران د وروستي وړاندیز په اړه له خپلو مرکچیانو سره خبرې وکړي.

ولسمشر ټرمپ دا څرګندونې له امریکايي رسنۍ اکسیوس سره په یوې مرکه کې کړي او ویلي یې دي چې هغه به احتمالا د یکشنبې تر ورځې پورې پرېکړه وکړي چې له ایران سره جګړه بیا پیل کړي که نه.

ډونالډ ټرمپ ویلي دا "په یقیني توګه ۵۰/۵۰" چانس دی چې یو "ښه" تړون ترلاسه شي، یا دا چې هغوی [د ایران رژیم] "په بشپړه توګه له منځه یوړل شي".

د امریکا ولسمشر په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د شنبې په ورځ په نوي ډيلي کې وویل چې له تهران سره د واشنګټن په خبرو کې پرمختګ شوی او ښايي چې متحده ایالات په راتلونکو ورځو کې په دې اړه "د ویلو لپاره څه" ولري.

د ولسمشر ټرمپ له پروګرامونو څخه دوو باخبره سرچینو په حواله، ټاکل شوېده نوموړی د نن ورځې په پای کې د خلیج د هیوادونو له مشرانو سره د ایران د وضعیت په اړه خبرې وکړي.

تمه کیږي چې د مصر، اردن او ترکیې مشران په دې خبرو اترو کې ګډون ولري.

ډونالډ ټرمپ اکسیوس ته وویل چې هغه به د شنبې په ورځ ناوخته د سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي سټیف ویټکوف او د ولسمشر له سلاکار جیرډ کوشنر سره وګوري ترڅو د ایران د وروستي غبرګون په اړه خبرې وکړي.

تمه کیږي چې د ټرمپ مرستیال جې ډي ونس هم په دې خبرو اترو کې ګډون وکړي.

ولسمشر ټرمپ تل په خپلو څرګندونو کې ټینګار کړی چې په هر ډول هوکړه کې به ایران ته د اټومي وسلو د درلودلو اجازه ورنکړل شي.