د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر ټرمپ: د ایران د سمو ځوابونو د ترلاسه کیدو لپاره څو ورځې انتظار کولی شو

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ
د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي واشنګټن چمتو دی چې د ایران له خوا د سمو ځوابونو د ترلاسه کیدو لپاره یو څو ورځې صبر وکړي.

ولسمشر ټرمپ د چهار شنبې په ورځ (مې ۲۰) په کنیټیکیټ ایالت کې د یو شمیر پوځیانو د فراغت په مراسمو کې له ګډون وروسته واشنګټن ته د ستنیدو په لار کې وویل ایران ماته خوړلي او دی اوس د تهران د سمو ځوابونو په تمه دی.

ټرمپ څرګنده کړه، که واشنګټن د تهران څخه سم ځوابونه ترلاسه نکړي نو پر ایران به بریدونه ډیر ژر پیل شي.

ولسمشر ټرمپ د یوې خبریالي ددې پوښتنې په ځواب کې چې امریکا پر ایران د برید څخه یو ساعت لري وه، په دې اړه اوس دریځ څه دی او ایا دا چې د تهران ځواب یې ترلاسه کړی او کنه، داسې وویل:"باور وکړئ حالت برخلیک ټاکونکی دی، که موږ سم ځوابونه ترلاسه نکړو، نو ډیر ژر به پیل شي. موږ ټول چمتو یو. موږ باید سم ځوابونه ترلاسه کړو. دا باید سل په سلو کې بشپړ ځوابونه وي. که موږ یې ترلاسه کړو نو تر ټولو مهمه ډیر وخت او د ډیرو خلکو ژوند به وژغورو."

ټرمپ په داسې حال کې دغه څرګندونې کوي چې هغه او مرستیال یې جې ډي ونس په ټینګار سره ویلي دي چې له ایران سره به په هره هوکړې کې هغه هیواد ته د اټومي وسلو د درلودلو اجازه ورنکړي.

ډونالډ ټرمپ وویل:" د ایران په اړه ما بله لار نه درلوده ځکه هغوی به اټومي وسلې درلودلي وای، خو دا له یوې لارې نه له بلې لارې ژر پای ته روسیږي. تیل به راښکته شي. موږ د هرمز په تنګي کې په تیلو بار ۱۶۰۰ کښتۍ لرو چې ډیر ژر به راووځي. خو پوځ ډیر غوره وو، محاصره ډیره ګرانبیه وه، یوه کښتۍ هم تیره نشوه."

په داسې حال کې چې ولسمشر ټرمپ تل بهر ته د ایران د غني شویو یورانمو د ایستلو خبره کړې خو رویټرژ خبري آژانس نن پنجشنبې د دوو جګپوړو ایراني چارواکو په حواله راپور ورکړی چې د ایران مشر مجتبي خامنه یي د یوه لارښود په خپرولو سره ویلي دي د ایران هغه یورانیم چې د وسلو کچې ته نږدي دي، باید بهر دنه لیږدول شي.

دغو ایراني سرچینو رویټرز ته ویلي بهر ته د ایران د یورانمیو لیږد به ایران د امریکا او اسرائیل د راتلونکو احتمالي بریدونو په وړاندې آسیب پذیره کړي.

بلخوا رویټرز زیاته کړېډه چې پاکستان نن پنجشنبې د متحدو ایالتونو او ایران ترمنځ د سولې د خبرو اتر و د چټکوالي لپاره هڅې ډیرې کړي دي.

یو شمیر رسنیو ویلي د پاکستان لوی درستیز نن پنجشنبې تهران ته سفر کوي او د واشنګټن او تهران ترمنځ د یوې هوکړې د کیدو لپاره د اسلام آباد د هڅو ادامه ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG