آیا صلاح الدین رباني له دولتي الوتکې د حزبي فعالیت لپاره کار واخیست؟

ښاغلی رباني د ملي پوځ په الوتکه کې بدخشان ته ولاړ چې د خپل پلار د تلین او د جمعیت اسلامي د ګوند په مراسمو کې برخه واخلي

د افغانستان د شفافیت د څار ډله وايي حکومت باید دا وضاحت ورکړي چې ښاغلی رباني بدخشان ته د پوځ الوتکه د ګوندي ګټو لپاره کارولې کنه.

د دغې ادارې اجرايي مشر سید اکرم افضلي امریکا غږ اشنا ته وویل که ښاغلی رباني د ګوندي او شخصي کار لپاره بدخشان ته د پوځ په الوتکه کې تللی وي، دا "فساد" دی.

د جمعیت اسلامي ګوند مشر او د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر صلاح الدین رباني چې د دوشنبې په ورځ (د اکټوبر ۱۶) د ملي پوځ په الوتکه کې بدخشان ته ولاړ چې د خپل پلار د تلین او د جمعیت اسلامي د ګوند په مراسمو کې برخه واخلي.

ښاغلی ربانی پداسې حال کې چې د جمعیت اسلامي د ګوند مشري کوي، چې د ملي یووالي د حکومت د باندنیو چارو وزیر هم دی.

د شفافیت د څار د ادارې اجرایي رئیس وویل "افغان حکومت داسې یوه تګلاره نلري چې د زورواکانو له لوري په شخصي او ګوندي چارو کې د ملي او حکومتي امکاناتو د کارولو مخه ونیسي. زورواکانو تل له حکومتي امکاناتو شخصي او ګوندي استفاده کړې ده".

ښاغلي افضلي وویل باید حکومت د ښاغلي رباني له لوري د حکومتي امکاناتو د کارولو په اړه سپیناوي ورکړي.

د افغانستان د دفاع وزارت یو چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي امریکا غږ ته وویل "هر کله چې د کابینې وزیرانو او نورو چارواکو ته ضرورت پیدا شي، د الوتکو غوښتنه کوي، خو نه وايي چې دا الوتکه د شخصي ګټو لپاره غواړي که د حزبي یا شخصي ګټو لپاره".

بدخشان ته د افغان پوځ په الوتکه کې د ښاغلي رباني پر سفر د ټولنیزو رسنیو ځینو فعالانو هم نیوکې او تبصري کړي دي.

د فیسبوک دغه کاروونکي لیکلي که کوم اروپايي وزیر دا کار کړی وای، په سبا به له دندې شړل کېده.

په همدې حال کې د افغانستان د ولسي جرګې غړی عبدالقیوم سجادي وايي له حکومتي امکاناتو څخه په لویه پیمانه ناوړه ګټه اخیستل کیږي او حکومت له اداري فساد سره د مبارزي کومه ښکاره تګلاره نلري.

​امریکا غږ هڅه وکړه چې په دې اړه د ښاغلي رباني او یا د افغانستان د ملي امنیت د شورا نظر واخلي، خو ونه توانېده او یا هغوې ونه غوښتل چې په دې اړه خبرې وکړي.

د جمعیت ګوند ویاند واقف حکیمي له امریکا غږ سره په اول سر کې په دې اړه د خبرو ژمنه وکړه، خو وروسته بیا له څو پرله پسې تماسونو سره سره هغه ځواب ونه وایه.