د لاس رسي وړ اتصالات

ارګ وايي حکومت کې دننه اپوزیسون سیاسي منطق نلري


ښاغلي مرتضوي وويل د دغو سیاستوالو ټولې خبرې تکراري دي
ښاغلي مرتضوي وويل د دغو سیاستوالو ټولې خبرې تکراري دي

د ولسمشر غني ویاند په حکومت کې دننه په ځینو سیاسي ایتلافونو او اپوزیسونونو کلکې نیوکې وکړې.

د جمهوري ریاست د ویاند د دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي دغه ایتلافونه له حقوقي او سیاسي منطق څخه لېرې وبلل. په اصل کې د ښاغلي مرتضوي اشاره د "افغانستان د نجات ایتلاف" ته وه چې د سه شنبې په ورځ یې په یوې غونډې کې پر حکومت نیوکې وکړې.

ښاغلي مرتضوي وویل "د حکومت دننه ایتلافونه او اپوزیسونونه حقوقي، سیاسي او بین المللي منطق نلري. دغه ایتلافونه د ستونزو د حل لپاره کوم مشخص پلان او طرحه نلري او له تکراري خبرو پرته بل څه نلري".

ښاغلي مرتضوي وویل د دغو سیاستوالو غوښتنې هم تر ډېره "د شخصي ګټو او اغراضو" له مخې وي. ارګ په مزارښار کې د افغانستان د نجات د ایتلاف او په جلال اباد کې د "ختیځ ولسي اتحاد" له غونډو وروسته، د ښاغلي مرتضوي دا ویډیويي پیغام رسنیو ته واستوه.

په ایتلاف کې د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال دوستم، د اجرایي ریاست دویم مرستیال محمد محقق، د بلخ والي عطا محمد نور، د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر صلاح الدین رباني او ځینې نور سیاستوال برخه لري.

ښاغلي نور د سه شنبې په ورځ ولسمشر محمد اشرف غني یو وارې بیا تورن کړ چې واک یې انحصار کړی دی. په جلال اباد کې بیا د ولسي جرګې غړي حاجي ظاهر قدیر بیا پر ولسمشر نیوکه وکړه چې په انتخاباتو کې یې کړې ژمنې نه دي پوره کړي.

خو ارګ وايي دا ټولې خبرې تکراري دي او سیاسي ایتلافونه او اپوزیسونونه باید د ستونزو د حل لپاره مشخص پلانونه جوړ کړي او حکومت ته یې وسپاري.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG