کرکټ بورډ راشد خان د ملي لوبډلې کپتان وټاکه

د افغانستان کرکټ بورډ افغان لوبغاړی راشد خان د کرکټ ملي لوبډلې د عمومي کپتان او اصغر افغان یې د مرستیال په توګه وټاکه.

د افغانستان د کرکټ بورډ مشر عزیزالله فضلي نن جمعه د «چنګاښ پر۲۱مه» د یو خبري کنفرانس پرمهال نوموړی د یو ورځنیو، شل اوریزو او ټسټ لوبو د کپتان په توګه اعلان کړ.

تر راشد خان مخکې ګلبدین نائب د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې کپتان و، چې د نوموړي په مشرۍ افغان ټيم په نړیوال جام کې ټولې لوبې وبایللې.

له کرکټ بورډ څخه د امریکا غږ خبریال وايي، چې پخواني کپتان ګلبدین نائب د کپتان د مرستيال په توګه د اصغر افغان له ټاکل کېدو سره مخالفت کړی.

ګلبدین نائب پر داسې مهال له خپلې دندې څخه لیري کیږي چې روانه اونۍ د کرکټ بورډ مشر عزیزالله فضلي وویل، چې ډېر ژر به په دغو لوبو کې د لوبډلمشر ګلبدین نائب د مدیریت او رول په اړه پرېکړه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم تېره شپه د افغان کرکټ بورډ د غړو د راپور اورېدو پرمهال ویلي چې د کرکټ بورډ تشکیلاتي ستونزې او اړتیا وې دې و ارزول شي او په اړه دې جدي اقدامات وشي.

د یادونې وړ ده چې تېره ورځ افغان کرکټ بورډ لطف الله ستانکزی د کرکټ بورډ اجرائیه رئیس په توګه وټاکه.

افغانستان د ۲۰۱۹ کال په نړیوال جام کې ښه ونه ځلېده او ټولې نهه لوبې یې وبایللې، د دغو ماتو یو عمده علت په بورډ او ټیم کې د چارواکو او لوبغاړو ترمنځ بي اتفاقي ښودل کیږي.