راشد خان په پاکستان د لوبې د بایللو له کبله بخښنه وغوښته

راشد خان لومړی لوبغاړی شو چې په ۵۳ شل اوریزو لوبو کې ۱۰۰ ویکټې اخلي

د افغانستان د کرکټ مشهور ستوري راشد خان د کرکټ په نړیوال جام کې په پاکستان د لوبې د بایللو له کبله له ولس څخه بخښنه غوښتې ده.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کرکټ لوبه پرون اکتوبر ۲۹ (لړم ۷) په دوبۍ کې وشوه. افغانستان پاکستان ته د ۱۴۸ منډو هدف وټاکه چې پاکستان په ۱۹ اورونو کې پوره کړ.

په وروستیو دوو اورونو کې ۲۴ منډې پاتې وې چې د پاکستان لوبغاړي اصف علي په کریم جنت باندې، چې د پخواني کپتان اصغر افغان ورور دی، څلور شپږیزې ووهلې او لوبه یې وګټله.

راشد خان په خپل فیسبوک کې د دغې ماتې له کبله له خپلو هېوادوالو څخه بخښنه غوښتې ده.

هغه لیکلي دي: «په هېواد او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې له خپلو مینه والو څخه بخښنه غواړو چې بری مو درنکړای شو چې ستاسو په شونډو مسکا راشي. خو ستاسو ملاتړ او دوعاوې به د پاتې لوبو لپاره ډېرې مهمې وې.»

راشد خان په نړۍ کې لومړی لوبغاړی شو چې په ۵۳ شل اوریزو لوبو کې ۱۰۰ کسان سوځوي. هغه د پاکستان سره په لوبه کې د محمد حفیظ په اوټ کولو سره دا شمېره پوره کړه.

نوموړي په خپل فیسبوک کې له خپلو مینه والو څخه هم مننه کړې ده چې له دې کبله یې ورته د مبارکۍ پیغامونه استولي دي.

په پاکستان باندې د لوبې له بایللو وروسته په ټولنیزو رسنیو کې د افغانستان کرکټ مینه وال پارېدلي دي. یو شمېر مینه وال د لوبډلې په ځینو مسنو او مجربو لوبغاړو انتقاد کوي‌ چې لوبې نشي کولای خو لوبډلې کې ځای شوي‌دي.

افغانستان خپله لومړۍ لوبه له سکاتلنډ څخه وګټله او درېیمه لوبه یې د یکشنبې په ورځ له نمیبیا سره ده. له دې پرته افغانستان دوې نورې لوبې هم لري.