د اسټرالیا حکومت وایي چې هغه سعودي جینۍ ته د پناه په ورکولو غور کوي چې د کوره تښتیدلې ده او وایې چې که بیرته ولیږل شوه نو قتل به شي.
د مهاجرینو لپاره د ملگرو ملتونو ادارې د اسټرالیا د حکومت نه رهف القنون ته د پناه ورکولو خواست کړیدی.
رهف القنون د سعودي عربستان نه کویت او د هلته نه د تایلنډ د لارې اسټرالیا ته تښتیدل غوښتل چې په تایلنډ کې پولیسو د هغې د پلار د خواست نه وروسته ایساره کړه.
رهف ځان د تایلنډ د هوایي ډگر په یوه کوټه کې بند کړ او د هغه ځاې نه یې ټویټونه پیل کړل. رهف په خپل لمړي ټویټ کې ولیکل چې د تایلنډ پولیس یې کورنۍ ته د حواله کوي او دا چې که هغه بیرته ولیږل شوه نو کورنۍ به یې ووژني.
هغې په خپل ټویټر دا هم لیکلې و چې غواړي اسټرالیا ورته پناه ورکړي ځکه ژوند یې د خطر سره مخ دی.
د رهف ورور او پلار د هغې سره د ملاقات لپاره تایلنډ ته ورغللي دي خو هغې ورسره د ملاقات نه انکار کړیدی.